Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

رحمت الله:پاکستان د برمل پر۵۰ سلنه اوسېدونکو پېژاند کارټونه وېشلي

د پکتیکا د برمل ولسوال رحمت الله د دې پخلی کوي چې پاکستان د برمل ولسوالۍ پر اوسېدونکو خپل پېژاند کارټونه (شناختي کارتونه) وېشلي دي.

ولسوال زیاتوي چې تراوسه د برمل ۵۰ سلنه اوسېدونکو پاکستاني شناختي کارټونه اخیستي. په ورته وخت کې د پکتیکا ولایتي شورا وايي حکومت دې د دغه کار مخه ونیسي خو د پکتیکا والي بیا وايي هېچاته به اجازه ورنه‎کړي چې د افغانستان په خاوره کې پاکستاني شناختي کارتونه ووېشي. 

پکتیکا د برمل ولسوالۍ ولسوال رحمت الله په دې اړه وویل:«د برمل ولسوالۍ ډېریو اوسېدونکو کابو ۵۰ سلنه اوسېدونکو شناختي کارټونه اخیستي دي.»

د برمل ولسوالۍ اوسېدونکو ته پر وېشل شویو شناختي کارټونو باندې برمل ولسوالۍ د  پاکستان خاوره بلل شوې او د دې ولسوالۍ اوسېدونکي له دغو کارټونو سره پاکستان ته تګ او راتګ کوي. 

د برمل پر اوسېدونکو وېشل شوي کارټونه برمل د پاکستان په خاورې پورې اړونده بولي.

د پکتیکا ولایتي شورا یو شمېر غړي له حکومته غواړي چې د دې کار مخه ونیسي او سرحدي ولسوالیو ته دې پاملرنه زیاته کړي. 

د پکتیکا ولایتي شورا غړی مبین فقیرزاده وايي:«دولت باید سرحداتو ته ډېره پاملرنه وکړي، کله چې خپل سرحدات مو مظبوط وي، پر نورو به نیوکه نه وي، اوس مو هم غوښتنه دا ده چې سرحدات مو مظبوط او جوړ شي، کله چې د کلا دېوالونه جوړ وي، او دروازه په کې لګېدلي وو، نو غله ته لار نه وي.»

د پکتیکا ولایتي شورا بل غړی نعمت الله بابری هم څرګندوي:«د خلکو لپاره کار وکړي داسې نه چې په ولایت کې هر څه روان وي او دی(حکومت) ترې خبر نه وي، باید موږ د خپل حکومت او دلت لمن پراخه کړو او خلکو ته قناعت ورکړو او خلکو ته څه خدمتونونه وکړو، ولې زموږ خلکو دې ته مجبورېږي چې سهار په ډلو خپل بچیان تیاروي او پاکستان خوا ته اوړ او هلته زده کړې کوي.»

په همدې حال کې د پکتیکا تازه ګومارل شوی والي وايي د دغه ولایت په برمل ولسوالۍ کې د پاکستاني شناختي کارتونو د وېشلو مخنیوی به وکړي. 

د پکتیکا والي مجیب الرحمان څمکنی په ډاګه کوي:«واقعاً داسې یو کار وشي چې د افغانستان په خاوره په ځانګړې توګه په برمل سیمه کې پاکستاني شناختي کارټونه ووېشل شي موږ حکومت باید له دې سره په کلکه مخالفت وکړو او مخه یې ونیسو او هېچاته به دا اجازه ور نه کړو پاکستاني شناختي کارټ افغانستان کې ووېشل شي.»

دا څرګندونې په داسې حال کې ترسره کیږي چې د پکتیکا د برمل ولسوالۍ په ښوونځیو کې هم پاکستاني نصاب تدریسېږي. 

د پکتیکا د برمل ولسوالۍ، ولسوال نعمت الله وايي چې دغي ولسوالۍ پنځوس سلنه اوسېدونکي پاکستاني پېژاند کارتونه (شناخت) کارتونه لري.

شریک یي کړئ