Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

رحیمي:د برېښنايي پېژندپاڼو په اړه د ولسمشر فرمان باید وروستی شي

اجراییه ریاست وایي د برېښنایي پېژندپاڼو په اړه د ولسمشر د تقنیني فرمان پر سر د بحثونو له وروستي کېدو سره به د تذکرو د وېش پرېکړه وشي.

په داسې حال کې چې د ولسمشر تقنیني فرمان د ملي شورا د ګډې کمېټې لخوا چې له مخې یې په پېژنډپاڼو کې ملت او قوم ولیکل شي تایید شوی، د ملي شورا یو شمېر غړي هغه ناقانونه بولي او وايي باید ولسي جرګه یو ځل بیا دا فرمان د جرګې په اجنډا کې شامل کړي. اجراییه ریاست هم ټینګار کوي دا فرمان باید د ملي شورا لخوا وروستی شي.

د اجرایي ریاست ویاند مجیب الرحمان رحیمي په دې اړه څرګنده کړه:«د افغانستان وګړي حق لري چې په دې اړه بحث وکړي. دا یې مشروع حق دی چې خپلې اندېښنې مطرح کړي. تراوسه هم د افغانستان په پارلمان کې د دغه قانون د وروستي کېدو لپاره قانوني او حقوقي ستونزې شته او په دې اړه بحثونه دوام لري. د پارلمان د پرېکړې له وروستي کېدو څخه وروسته حکومت کولای شي په دې اړه پرېکړه وکړي.»

د بريښنايي تذکرو ادارې د سه شنبې ورځ د مرغومي دوولسمه د برېښنايي تذکرو د وېش لومړۍ ورځ بللې وه خو د څلورم  ځل لپاره دا بهیر ځنډېدلی دی. د برېښنایي تذکرو د وېش اداره د دې ځنډ لامل د ولسمشر بوختیا ګڼي.

که څه هم ټاکل شوې وه چې نن به ولسمشر غني د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش لړۍ پیل کړي خو د وګړو د احوالو ثبت ادارې مشر وایي ارګ به په بلې اوونۍ کې په دې اړه مهالوېش مالوم کړي.

د وګړو د احوالو د ثبت ادارې رییس همایون محتاط په دې اړه وویل:«موږ چمتووالی نیولی وه، د نوم‎لیکنې فورمونه مو هم ولسمشرۍ ماڼۍ ته استولي وو، خو د ارګ تشریفاتو موږ ته وویل چې په دې اوونۍ کې د رییس صاحب بوختیاوې ډېرې دي او په راتلوونکو اوونیو کې به یوه ورځ تعیین کړو.»

د مشرانو جرګې رییس د ولسمشر تقنیني فرمان وروستی بولي او د دې بهیر پر پيلېدو ټینګار کوي.

د مشرانو جرګې مشر فضل الهادي مسلمیار هم وايي:«د رایو په اکثریت تصویب شوې او ولسمشر هم توشیح کړې ده. له ولسمشر څخه زموږ جدي غوښتنه دا ده چې ټاکل شوې وه نن ولسمشر او اجراییه رییس تذکره اخیستې وه، ولې یې وانه خیسته څه ملاحظه وه باید ژر تر ژره تذکره واخلي او دا بهیر پیل شي.»

په حکومت کې ځینې سرچینې د برېښنايي تذکرو په وېش کې ځنډ د حکومتي مشرانو او ځینو سیاسي کړیو ترمنځ د اختلاف له امله ګڼي.

د رپوټونو له مخې اجراییه رییس، عطامحمد نور او یو شمېر نور سیاستوالان غواړي برېښنایي تذکرې د هغه قانون له مخې چې درې کاله مخکې د ولسمشر لخوا توشیح شوی او په رسمي جریده کې چاپ شو ووېشل شي.       

شریک یي کړئ