Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

رحیمي: د نړۍ هېوادونو سیالۍ به د افغان سولي بهیر لاپېچلی کړي

افغان حکومت د هېواد د سولې بهیر په تړاو د سیمې او نړۍ هېوادونو سیالي زیانمنونکې بولي.

د اجراییه ریاست ویاند وايي د افغانستان د سولې په بهیر کې د دې هېوادونو سیالي له طالبانو سره د سولې خبرې لا پیچلې کوي.

د اجراییه ریاست ویاند، مجیب رحیمي څرګندوي:«له بده مرغه د سولې بحث لپاره د سیمې او نړیوالو هېوادونو ترمنځ یوه سیالۍ پیل شوې چې د افغانستان او د دغه بهیر لپاره زیانمنونکی دی.»

 د افغانستان د سولې په بهیر کې د ښکېلو هېوادنو ګټو لټون، د سولې بهیر د بریالي کېدو په تړاو یوه بله اندېښمن رامنځته کړې ده. 

د پوهنتون استاد، نصرالله ستانکزی وايي:«له دوو اړخو خطرناک دی یو دا چې شونې ده دغه هېوادونه په دغه بهیر کې خپلې ګټې تعقیب کړي چې له بده مرغه زموږ افغانانو ګټې به زیانمنې کړي او دویم دا چې له افغان حکومت سره نه همغږي دا پروسه به لا پېچلې او اوږده کړي.»

دا په داسې حال کې ده چې د سولې خبرو اترو په موخه د افغانستان لپاره د امریکا متحده ایالاتو ځانګړی استازی، زلمی خلیلزاد نن(دوشنبې د مرغومې۲۴مه) چین او د هېواد د ملي امنیت سلاکار، حمدالله محب تېره ورځ سعودي عربستان رسېدلی دی.

د ملي امنیت د شورا د دفتر ویاند، احمد طارق ارین څرګندوي:«د ملي امنیت سلاکار له چین نه وروسته سعودي عربستان ته ولاړ او مخکې له هغې یې ابوظبي کې د اماراتو د ملي امنیت له سلاکار سره هم لیدنه درلوده او د سولې بهیر او له ترهګرۍ سره د مبارزې په تړاو یې خبرې وکړې. نوموړي همداراز په دوبۍ کې زلمي خلیلزاد سره هم ولیدل. د ملي امنیت سلاکار به د سعودي چارواکو سره د ګډو همکاریو په اړه خبرې وکړي.‎»

امریکا متحده ایالات، پاکستان، ایران، روسیه، چین، سعودې عربستان ، هند، قطر ا عربي متحده امارات هغه هېوادونه دې چې د افغانستان حکومت او د طالبانو ترمنځ د سولې بهیر کې ښکېل دي، خو د افغانستان حکومت تمه لري چې د سولې خبرې اترې د افغانانو په مشرۍ مخې ته یوړل شي او یاد هېوادونه یوازې د تسهیل کوونکو په توګه خپله ونډه ترسره کړي.  

د اجراییه ریاست ویاند مجیب رحیمي وايي د افغانستان د سولې په بهیر کې د دې هېوادونو سیالي له طالبانو سره د سولې خبرې لا پیچلې کوي.

شریک یي کړئ