Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

روسیه له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتو غوښتونکې ده

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی، ضمیر کابلوف له هېواده د سره پوځ د وتو دېرشمې کلیزې سره سم وايي، امریکا په افغانستان کې ناکامه شوې او دې ناکامۍ زمینه برابره کړې تر څو مسکو د افغانانو ترمنځ منځګړتوب وکړي.

ښاغلی کابلوف زیاتوي، افغانان روسیې ته د ناپييلي منځګړ په سترګه ګوري چې کولی چې د افغان سولې په بهیر کې رغنده ونډه ولوبوي.

کابو دېرش کاله مخکې د پخواني شوروي وروستی سرتېری د افغانستان او ازبکستان ترمنځ له پله واوښت او په دې سره هېواد کې د سره پوځ نهه کلن شتون پای ته ورسید.

اوس د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی چې خپله هم د پخواني شوروي د سیاستوالو له دورې دی، له افغانستانه د امریکايي سرتېرو وتل د واشنګټن په ګټه بولي او وايي چې له دې کار سره به د قدرت تشه رامنځته نشي.

ضمیر کابلوف وايي:«زموږ موخه دا ده چې افغانستان په عادي، مستقل او ملي پاله هېواد بدل شي. د افغانستان لپاره ښه لار دا ده چې بیا ځان په یوه ناپييل هېواد بدل کړي. طالبان افغانان دي. دوی دا نوم د سیاسي نوم په توګه کاوري، خو دوی افغانان دي. دوی اړ دي چې د خپل برخلیک او راتلونکې په اړه اندېښنه ولري.»

دا روسي سیاستوال خبرداری ورکوي چې امریکا په افغانستان کې د پخواني شوروي تېروتنې تکراروي.

ضمیر کابلوف زیاتوي:«امریکا متحده ایالات په بشپړه توګه ناکامه ده، تاسې قضاوت وکړئ، حقایق د مېز پر سر دي. په ۲۰۰۱ زیږدیز کال کې ترهګري افغانستان کې صفر شوه. امریکا او ناټو اولس کاله هلته پاتې شول او اوس موږ بشپړ بدل تصویر ګورو. طالبان ځواکمن شوي او داعش هم پرې اضافه شوي دي.»

خو په واشنګټن کې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتو په اړه نظرونه یوشان نه دي، په داسې حال کې چې د امریکا د سنا د پوځي خدمتونو د کمېټې رییس، پټریک شانهن وايي، د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر، ډونالډ ټرمپ ورته ډاډ ورکړی چې اوس مهال به افغانستان کې امریکايي ځواکونه پاتي وي.

 پټریک شانهن زیاتوي:«زه له افغانستانه له یوه واقعي درک سره راغلی یم، دا چې د سولې او کار لپاره یوه موکه شته.»

په همدې حال کې تمه ده چې ضمیر کابلوف به راتلونکو ورځو کې د افغان سولې لپاره د امریکا متحده ایالاتو له ځانګړي استازي سره د افغان سولې په تړاو خبرې وکړي.

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی، ضمیر کابلوف خبرداری ورکوي چې امریکا په افغانستان کې د پخواني شوروي تېروتنې تکراروي

شریک یي کړئ