Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

روغتیا وزارت: افغانستان کې ۴۰ زره تنه د سرطان په ناروغۍ اخته دي

د عامې روغتیا وزارت وايي چې په ټول هېواد کې ۴۰ زره تنه د سرطان په ځانګړې توګه د سینې پر سرطان اخته دي.

د دغه وزارت چارواکي، څرګندوي چې یوازې په ۲۰۱۸ز کال کې څه باندې ۳ زره ښځې د سینې پر سرطان اخته وې چې ۱۷۰۰ ته یې مړې شوې.

د عامې روغتیا وزارت په همدې موخه نن (یکشنبې د غبرګولي په ۲۶ مه) د سینې سرطان له ناروغۍ سره د مبارزې د پوهاوي لومړنی پړاو د ۳۴ ولایتونو د ډاکټرانو له حضور سره کابل کې پيل کړ.

مایان چې له یوولسو کلونو راهیسې د سینې له سرطانه کړېږي. هغه چې اوس د کابل په جمهوریت روغتون کې بستر ده وايي په تېرو کلونو کې مجبوره وه د درملنې لپاره له هېواده بهر ولاړه شي خو اوس په هېواد کې تر یوه بریده د دغه راز ناروغیو د درملنې اسانتیا برابره شوې ده.

هغه وايي:«څو ځله پاکستان ته ولاړم، ما ته یې درمل راکړل او هغه سرطاني تومور مې چې درلود ډېر غټ و اوس کوچنی شوی دی.»

شیلا بله مېرمن ده چې هغه هم د سينې پر سرطان اخته ده، هغې وویل:«د جمهوریت روغتون ته راغلم او درملنه مې وشوه. له ډاکټرانو څخه مو پوښتنه وکړه چې تومور باسئ؟ وې ویل چې نه سینه پرې کوو.»

په جمهوریت روغتون کې د سرطاني ناروغیو د تشخیص او درملنې لومړنی مرکز څلور کاله مخکې جوړ شوی دی.

دا مرکز د ۶۵ بسترونو په لرلو د زیات شمېر ناروغانو د درملنې ظرفیت نه لري.

ډاکتر عبدالمنان داوري:«ښځو ته دا وایم چې خپله سینه په خپله معاینه کړي؛ هر میاشت یوځل معاینه کړي که‎چېرې کومه غده او کلک څیز وي زموږ مرکز دې مراجعه وکړي چې درملنه یې وشي.»

د عامې روغتیا وزارت د شمېرو له مخې په اوسني وخت کې له دیرش تر څلویښت زره کسان په هېواد کې په سرطان ناروغۍ اخته دي. په ۲۰۱۸ کال کې په نړۍ کې د سرطاني ناروغانو شمېر اتلس مېلیون تنه بلل شوی چې له هغې جملې لس مېلیونه یې ساه ورکړې ده.

د عامې روغتیا وزارت چارواکي، څرګندوي چې یوازې په ۲۰۱۸ز کال کې څه باندې ۳ زره ښځې د سینې پر سرطان اخته وې چې ۱۷۰۰ ته یې مړې شوې.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه