Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

زاهد:د هند او پاکستان ترمنځ شخړه به افغانستان او سیمه اغېزمنه کړي

کابل کې د پاکستان سفیر ګواښ کوي چې د پاکستان او هند ترمنځ د شخړې له زیاتېدو سره به د افغانستان په ګډون ټوله سیمه اغېزمنه شي.

د پاکستان سفیر کابل کې له رسنیو سره په کتنه کې د هند او پاکستان ترمنځ د اړیکو د ترینګلتیا له امله په ټوله سیمه کې پر ثبات د اغېز په اړه خبرداری ورکوي.

نوموړی د دواړو هېوادونو ترمنځ د جنجالونو پر سوله‎يیز هواري په ټینګار سره وايي د پاکستان په وړاندې هر ډول احتمالي پوځي اقدام به د دې هېواد له متقابل غبرګون سره مخامخ شي.

کابل کي د پاکستان سفیر زاهد نصرالله خان په دې اړه زیاته کړه:«که‎چېرې موږ د هند له خوا وګواښل شو، او د پاکستان او هند ترمنځ ترینګلتیا زیاته شي او خدای مه کړه په دې تړاو کوم اقدام وشي، دا اقدام به ټوله سیمه اغېزمنه کړي.»

په کابل کې د پاکستان سفیر همداراز په وروستیو ورځو کې د دغه هېواد له لومړي وزیر او نورو چارواکو سره د طالبانو د پټو لیدنو په اړه ځینې رپوټونه ردوي.

هغه څرګندوي:«پاکستان ته د طالبانو د تلو په اړه رپوټونه خپاره شوي دي، خو زه وایم چې د دغې لیدنې په تړاو د پاکستان حکومت له خوا هېڅ تاییدي مورد نشته.»

د هند تر واک لاندې کشمیر کې د چاودنې له امله د ۴۴ هندي پوځیانو له وژل کیدو وروسته هند، پاکستان په دغه پيښه کې په لاس لرلو تورن کړی دی.

شریک یي کړئ