Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

زلمي خلیل‌زاد د افغان سولې اړوند ابوظبۍ کې غونډه وکړه

د افغان سولې لپاره د امریکا متحده ایالتونو ځانګړي استازي ډاکټر زلمي خلیل‌زاد په ابو ظبۍ کې د ځینو هېوادونو له استازو سره لیدلي. 

ښاغلي خلیل‌زاد په دې غونډه کې د عربي متحده اماراتو، سعودي عربستان او افغانستان له استازو سره خبرې کړې دي. 

په غونډه کې د سولې اړوند بحث شوی، چې پخپله يې زلمي خلیل‌زاد هم ستاینه کړې ده. 

نوموړی تېره شنبه کابل ته راغی او د حکومت د مشرانو په ګډون يې د سیاسي ګوندونو له ځينو مشرانو سره هم لیدلي دي. 

اټکل کېده چې هغه به د خپل دویم سفر په لړ کې له پاکستاني چارواکو سره هم وګوري، خو پاکستاني رسنۍ وايي، د دې هېواد لومړی وزیر د سفر په حال کې دی، نو ښايي خلیل‌زاد اسلام اباد ته لاړ نه شي. 

 دا د نوموړي په شپږ میاشتني ماموریت کې دویم سفر دی، هغه په لومړني سفر کې کابل، اسلام اباد، عربي متحده اماراتو او قطر ته سفرونه وکړل چې د طالبانو له استازو سره يې هم مخامخ خبرې کړې دي. 

شریک یي کړئ