Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

زلمي خلیلزاد د سولې هوکړه لیک لاسوند غني او عبدالله ته ور وښود

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد نن دوشنبې (د وږي په ۱۱مه) له ولسمشر غني او اجراییه رییس عبدالله عبدالله په ولسمشرۍ ماڼۍ کې له لیدو وروسته، له طالبانو سره د امریکا د سولې هوکړه‎لیک لاسوند د ملي یووالي حکومت مشرانو ته وروښود.

د ولسمشرۍ د عامه او سټراټېژیکو اړیکو رییس وحید عمر په خپل ټوېټر پاڼه لیکلي چې زلمي خلیلزاد د سولې هوکړه لیک لاسوند (پیش نویس) ولسمشر غني ته وروښود او په دې اړه به له ښاغلي خلیلزاد سره بحثونه دوام پيدا کړي.

ورته مهال د اجراییه ریاست د رسنیو دفتر وايي چې ښاغلي خلیلزاد له اجراییه رییس عبدالله عبدلله سره په ځانګړې توګه په سپیدار ماڼۍ کې لیدلي دي.

د اجراییه ریاست په خبرپاڼه کې راغلي دي چې په دغې لیدنه کې، ښاغلي خلیلزاد د سولې په تړاو وروستي جزییات له ښاغلي عبدالله سره شریک کړل او د سرتاسري او تلپاتې سولې په اړه یې ډاډ ورکړل.

خبرپاڼه زیاتوي چې خلیلزاد کابل ته د خپل سفر په لړ کې د مذاکرې له ټولو لورو سره به خبرې وکړي. 

د ولسمشرۍ د عامه او سټراټېژیکو اړیکو رییس وحید عمر په خپل ټوېټر پاڼه لیکلي چې زلمي خلیلزاد د سولې هوکړه لیک لاسوند ولسمشر غني ته وروښود.

شریک یي کړئ