د افغانستان لپاره د امریکا متحده ایالاتو ځانګړی استازی یکشنبې(د غبرګولي په ۱۹مه نېټه) کابل ته راغی.
کابل کې د امریکا سفارت وايي ټاکل شوې ښاغلی خلیلزاد د سولې خبرو اترو په موخه د ملي یووالي حکومت، مدني ټولنې او خلکو سره لا ډېرې مشورې او بحثونه وکړي.
د افغان سولې لپاره د امریکا متحده ایالاتو ځانګړی استازی د سولې خبرو اترو په موخه د خپل اووم سفر په درشل کې دی، نوموړی مخکې له دې اسلام اباد، برلین او بروکسل ته هم تللی وو.
د امریکا سفارت د خبرپاڼې له مخې له طالبانو سره د سولې خبرې اترې حساس پړاو ته رسېدلي دي او په دې برخه کې د افغانستان خلکو سره لا زیاتو مشورو ته اړتیا ده.
زلمي خلیلزاد تر اوسه پورې شپږ ځله له طالب استازو سره د سولې خبرو اترو په موخه ناست دی.
تمه کېږي چې دی به د خپل اووم سفر په پای کې دوحې ته یوځل بیا د طالب استازو سره د لیدنې په موخه ولاړ شي.
په دې اړه مو اندونه