Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

زکریا هغه ځوان چې د زده کړو برخه کې له نړۍ ۸ مډالونه تر لاسه کړي

یو افغان ځوان چې په درې وروستیو کلونو کې یې د زده کړو په نړیوالو سیالیو کې چې په څو هېوادونو  کې تر سره شوې دي، د سرو، سپین زرو او پرنزو مډالونه ګټلي دي. 

زکریا شینواري په تېرو څو ورځو کې د امریکا متحده ایلاتو په نیویارک او بوستون ښارونو کې ۴ مډالونه ګټلي دي. 

نوموړي په تېرو درې کلونو کې د ریاضي ،فزیک او بیولوژي په برخو کې په هند ،بلغارستان ،او امریکا کې سیالۍ تر سره کړي او په ټولو هېوادونو کې يي ښې لاسته‎راوړنې لرلې دي. 

شپارس کلن زکریا شینواری چې د یوولسم ټولګي زده کوونکی دی وايي تل یې د پرمختګ لپاره هڅې کړې ترڅو د ځان او هېواد لپاره بریاوې راوړي.

لکه څنګه چې په تېرو دوو کلونو کې یې د ریاضي، فزیک او بیولوژۍ په برخو کې د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو له زده کونکو سره په سیاليو کې ګډون کړی دی.

د آریانا افغان ترک لېسې د یوولسم ټولګي زده کوونکی زکریا شینواری وايي:«تېر کال مې په هند کې په ساینسي سیالیو کې، د چاپېریال ستانې په برخه کې ګډون کړی و چې وتوانېدم د سرو زرو مډال ترلاسه کړم او په همدې ترتیب، دننه په افغانستان کې هم په ځينو سیالو کې او بلغاریا کې مې هم لاسته راوړنې لرلې دي.»

په وروستي مورد کې زکریا د روان کال په اوړي کې د امریکا په نیویارک او بوسټون ښارونو کې د زده کوونکو ترمنځ په دوو لویو سیالیو کې ګډون وکړ او یو د سرو زرو، دوه د سپينو زرو او یو د برونزو مډال یې ترلاسه کړ.

د زکریا شینواري پلار واقف شاه شینواري وویل:«نهه اویا ښوونځي او دري څلوېښت ایالتونه وو، ۱۴ سوه تنو ګډون کړی وو، ۱۴ سوه بېلابېلې ساینسي پروژې وې چې په هغه کې بزنس، ساینس، رُباټیک او همدارنګه شارت فلم هم وو او زکریا جان په ساینسي پروسه کې ګډون کړی و.»

څو ورځې مخکې د کابل پولیس هغه ښوونځي ته ورغلل چې زکریا په‎کې زده کړه کوي ترڅو د دې ښوونځي اداره هم د افغان ترک د نورو ښوونځیو په شان د ترکیې حکومت ته وسپارل شي چې دې کار دغه زده کوونکي اندېښمن کړي دي.

د افغان ترک لېسې د یوولسم ټولګي زده کوونکی زکریا شینواری زیاتوي:«اوس د دې لپاره چې زموږ په ښوونځي کې ځينې ستونزې رامنځته شوې دي، له همدې امله د راتلوونکي په اړه لږه اندېښنه لرم چې نور کلونه به څه کېږي؟ خو بیا هم هڅه کوم چې په یوه ښه ځای کې درس ووایم او همدارنګه هڅه کوم په نورو سیالیو کې هم ګډون وکړم.»

له دې سره سره زکریا ټینګار کوي لازیاتو بریاوو ته د رسېدو لپاره به لاډېرې هڅې وکړي.

د نوموړي د کورنۍ په وینا هغه په امریکا کې د زده کوونکو په سیالۍ کې د ګډون لپاره څو ورځې پراخې هڅې وکړې، که څه هم چې یو ځل یې د ویزې غوښتنه رد شوه خو سره له دې په هڅو سره خپلې هیلې ته ورسېد. 

شریک یي کړئ