Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

سالنګ کې دوه متره واوره اورېدلې او لار لا هم بنده ده

د سالنګونو لویه لاره د سختو واورو اورشت او توپان له کبله د دوهمې ورځې لپاره د مسافرو د تګ راتګ پرمخ تړلې پاتې ده.

د سالنګونو د ساتنې رییس، عبدالبصیر حبیبي وايي یاده لاره د سختې واروې، توپان او واورو ښویدنو له کبله تېرې شپې (چهارشنبې د سلواغې په ۲۴مه نېټه) کابو لسو بجو راهیسې د مسافرو پرمخ تړلې ده.

ښاغلی حبیبي وايي لا هم پر لاره د واورې اورښت دوام لري چې اندازه یې دوو مترو ته رسېدلې ده.

دی وړاندې وايي اوس مهال د اورښت د لارې پرانیستو هڅې هم په ټپه درولې دي.

د سالنګونو د ساتنې رییس وايي په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۲۰ ځایه واروه راښویدلې ده.

د سالنگونو د ساتني رییس وايي په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د سالنګ په لویه لاره کې ۲۰ د واورې ښوېدنې پېښې رامنځته شوې دي

شریک یي کړئ