Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ستارې د سترګې لید له لاسه ورکړ، خو زده کړو ته یې ملا لا کلکه کړه

ستاره د پکتیا ولایت د ګردیز اوسېدونکې ده، هغه ۱۸ کاله عمر لري. نوموړې درې کاله مخکې د یوې چاودنې له کبله د یوې سترګې لید له لاسه ورکړ.

ستاره وايي دا پېښه یې په ژوند کې لامل شوه چې لا پیاوړې شی، زده کړې وکړي او د راتلونکې لپاره د هېواد او خلکو لپاره د خدمت جوګه شي.

زده کوونکې ستاره وايي:«پېښه درې کاله مخکې  په اطلاعاتو او فرهنګ کې وشوه، موږ هلته انګلیسي درس ویلو، نه پوهیږم چې څه وشول، یوه چاودنه شوه، نور پوه نشوم چې څه وشول.»

ستاره وايي غواړي خپلو زده ګړو ته ادامه ورکړي او په راتلوونکې کې یوه ډاکتر شي، خو وايي جوړه سترګه هم سم لیدل نه کوي او درملنې ته اړتیا لري، دا وايي د کورنۍ اقتصادي حالت یې ښه نه دی، نو ځکه یې تر اوسه د سترګې درملنه نه ده کړې.

 زده کوونکې، ستازه زیاتوي:«زه خپل ژوند کې نوي پلانونه لرم، دا پېښه زما ژوند کې یو درس شو، زه باید درس اوایم  تر څو چې ډاکټرهشم او په راتلونکې کې خپل هېواد او نجونو ته خدمت وکړم.»

د ستارې ټولګيوالې له وسله‎والو ډلو غواړي چې په عامو ځاینو کې دې له چاودنو لاس واخلي ترڅو بې ګناه خلک په کې ژوبل نشي.

د ستارې ټولکېواله، نظیفه وايي:«طالبان فکر کوي چې له دې کار سره به جنت ته ولاړ شي دوی فکر کوي چې ښه کار کوي، خو په چاودنو او انتحار سره خلک تباه کېږي، موږ د جګړې له ښکېلو غاړو غواړو چې په جګړو کې ملکي کسانو ته زیان ونه رسوي.»

ښوونځي مدیر، بصیر احمد څرګندوي:« د اناثو طبقې استادانې لرو، نجونو ته سم تدریس کیږي، هغه کسان چې معلولیت لري، ورسره مرسته کېږي.»

په ورته وخت کې د پکتیا د پوهنې ریاست مسوولان له پوهنې وزارت څخه غواړي چې په دغه ولایت کې د معیوبینو لپاره یو ځانګړۍ ښوونځی جوړ کړي ترڅو د معیوبینو په کې ښه پالنه وشي.

د پکتیا ولایت د پوهنې رییس، کوچی ځاځي وايي:« ډېرو ښوونځیو کې معلولیت لرونکي کسان شته، اړتیا ده چې دې کسانو ته ځانګړی ښوونځی جوړ شي، موږ هیله لرو چې د کال ترپایه دا ښوونځی جوړ شي.»

ستاره له نورو انجونو غواړي چې زده ګړې وکړي ترڅو خپلې ټولنې ته خدمت وکړي‎.

ستاره وايي یوه سترګه یې څه نه ویني، خو هوډ یې کړی چې زده کړې به کوي تر څو راتلونکې کې د هېواد د خدمت جوګه شي.

شریک یي کړئ