Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

سترې محکمې د ولسمشر کار د ټاکنو تر ترسراوي وغځوه

د افغانستان سترې محکمې، د ولسمشر غني کار د ولسمشرۍ ټاکنو تر ترسراوي پورې وغځوه. 

د سترې محکمې په حکم کې راغلي دي چې د قانون له روحیې سره په موافقت او همدارنګه د هېواد وضعیت ته په کتو او د فقهي قاعدو پر بنسټ د ولسمشر او د هغه د مرستیالانو د کار دوام د ولسمشرۍ ټاکنو تر ترسراوي تاییدېږي.

د ولسمشر د کار دوام وړاندیز د ولسمشرۍ ماڼۍ د چارو ادارې او همدارنګه د وزیرانو شورا د دارالانشا له لوري سترې محکمې ته استول شوی دی.

د اساسي قانون پر بنسټ، د ولسمشر دنده د پنځم کال د غبرګولي میاشتې په لومړۍ - د ولسمشرۍ ټاکنو له ترسراوي وروسته پای ته رسېږي. د افغانستان اساسي قانون همدارنګه حکم کوي چې ولسمشرۍ ټاکنې باید د ولسمشر د کار له پای ۳۰ یا هم ۶۰ ورځې مخکې ترسره شي.

دا په داسې حال کې ده چې ولسمشرۍ ټاکنې چې باید د وري میاشتې په ۳۱ مه ترسره شوې وای، خو اوس ټاکل شوې چې دغه ټاکنې د روان کال د تلې په شپږمه نېټه یعنې له پنځو میاشتو ځنډ سره ترسره شي.

له همدې امله یوولس ټاکنیزې ډلې په هڅه کې دي څو د غبرګولي له لومړنۍ نېټې وروسته د ولسمشر غني پر ځای بل څوک د نظام د ادارې او مدیریت لپاره غوره کړي.

ولسمشرۍ ټاکنو ته ځينې نوماندان، د سترې محکمې دا کار یو سیاسي او د قانون پر خلاف حرکت بولي.

له دې مخکېو ولسمشر ټینګار کړی و، چې ټاکنې به د همدغه کال په وري میاشت کې ترسره شي، خو د انتخاباتو د ترسراوي نېټه بیا د ټاکنو خپلواک کمېسیون لخوا بدله شوه او ولسمشرۍ ماڼۍ د ټاکنو خپلواک کمېسیون دا پرېکړه ومنله.

خو ولسمشر غني، بیا ویلي چې د خلکو له ارادې پرته به یوه ورځ هم خپل کار ته دوام ور نه کړي. 

شریک یي کړئ