Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

سمرقند کې د افغانستان، هند او د منځنۍ اسیا هېوادونو غونډه

د افغانستان، هند او د منځنۍ اسیا هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو نن د ازبکستان په سمرقند ښار کې سره ولیدل.

دا لیدنه چې د «هند، منځنۍ اسیا او افغانستان د خبرو»په چوکاټ کې ترسره شوه، او په هغه کې افغانستان د اوسني کړکېچ څخه د وتلو په اړه خبرې وشوې.

په دغې غونډه کې د هند د بهرنیو چارو وزیرې د افغانستان جګړه تحمیل شوې وبلله او وې ویل چې په دغه هېواد کې د سولې تامین د سیمې په ګټه به وي.

هغې زیاته کړه:«تاسې ټول به موافق وې یو سوله ییز او باثباته افغانستان چې د اسیا په زړه کې موقعیت لري کولای شي چې د منځنۍ او سوېلي اسیا د نښلولو پل وي.»
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت، په افغانستان کې د تاوتریخوالي او اوسني کړکېچ د حل لارې لپاره د سیمې د هېوادونو هڅو ته هیله‎من دی.

د هند د بهرنیو چارو وزیرې د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره د لا ډېرو همکاریو په اړه ټینګار وکړ:«نن د منخنۍ اسیا او هند د اړیکو ترمنځ د یوه نوي عصر پیل دی. موږ په خپلو خبرو اترو کې د هند، افغانستان او منځنۍ اسیا د هېوادونو د خلکو ترمنځ د څو پیړیو اړیکو په اړه ټينګار وکړ. موږ له یو بل سره ارامه یوو او طبیعي همکاران یوو.»

د بهرنیو چارو وزارت ویاند صبغت الله احمدي وايي:«د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ په مستقیمو خبرو ټینګار وشو. او دا چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د مستقیمو خبرو اترو پرته بله ټاکنه نشته. د افغان حکومت په مشرۍ او مالکیت د سولې پر بهیر ټینګار وشو.»

د دغې غونډې ګډون کوونکو ترهګري وغندله او په افغانستان کې د ستونزو او ننګونو د لیرې کولو لپاره د پراختیايي پروژو پر رول هم ټینګار وکړ.

د نړیوالو اړیکو یو شمېر کار پوهان، د داشان غونډو ترسره کول د هغو سیمه‎ییزو همکاریو د زیاتوالي لپاره اغېزناک بولي چې د افغانستان د سولې له بهیر سره مرسته کوي.

د نړیوالو اړیکو کارپوه محب الله شریف په دې اړه څرګنده کړه:«د سیمې هېوادونه په ځانګړې توګه د سیمې نفوذ لرونکي د دې په لټه کې دي چې د افغانستان په سوله کې، خپلې ګټې او سټراټېژيکې موخې په یو ډول له امریکا سره همغږي کړي.»

ټاکل شوې ده چې نوی ډیلي، په ۲۰۲۰ زیږدیز کال کې د دغو خبرو اترو د راتلوونکې غونډې کوربه وي.

شریک یي کړئ