Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

سرچینې:د ولسي جرګې مخکنیو استازو ۱۴۰۰میله دولتي وسله نه ده سپارلې

په ولسي جرګه کې سرچینې وايي چې د ولسي جرګې د شپاړسمې دورې یو ډېر شمېر استازو د خپلې کاري دورې له پای وروسته، څه باندې ۱۴۰۰ میله وسله او نور دولتي امکانات له ځان سره وړي دي.

د سرچینې په وینا دغو استازو وسلې، د سیګنالونو د پرې کولو دستګاوې، د امنیتي ځواکونو رنجر موټر او همدا ډول زغروال موټر له ځان سره وړې دي.

د ولسي جرګې د دارالانشا مرستیال وايي، تر اوسه له ډېرو پخوانیو استازو سره خبرې شوي چې دولتي وسایل اوسنیو وکیلانو ته وسپاري.

د ولسي جرګې د دارالانشا مرستیال رحیم الله غالب په دې اړه وویل:«کابو ۶۵۰ تر ۶۵۸ میله وسله له دغو کسانو سره پاتې ده، کابو اوولس پایې جمر ورسره پاتې دی او د موټرو او نورو څيزونو په اړه چې ویل کېږي، موږ دا د هغوی په واک کې نه دي ورکړي. البته موټر او نور شیان له خپلو شخصي شیانو او هغه نفوذ چې په حکومت کې یې لره، ښايي له کورنیو چارو وزارت او یا بل ځای څخه یې ترلاسه کړي وي.»

دا سرچینې وايي، له شلو زیات رنجر او دوه زغروال موټر هم له پخوانیو استازو سره دي، خو د کورنیو چارو سرپرست وزیر بیا د دې دولتي امکاناتو د بېرته اخیستو په اړه د هڅو له پیل خبر ورکوي.

د کورنیو چارو سرپرست وزیر مسعود اندرابي څرګنده کړه:«په هغه صورت کې چې پارلمان د دغو وسلو او وسایطو په راغونډولو کې کومه ستونزه ولري او ډېر ځواک ته اړتیا ولري، پولیس به ورسره همکاري وکړي.»

ولسي جرګه وايي، د هر استازي د امنیت لپاره څلور میله وسله او رنجر موټرې ورکول کېږي.

د ولسي جرګې غړی مهدي راسخ وايي:«موږ لاهم لازم امکانات ترلاسه کړي نه دي؛ ځکه چې وايي نشته. زه احساسوم چې ګواښونه هم زیات شوي دي.»

هېوادوال بیا وايي، که دا وسلې او دولتي موټر له پخوانیو وکیلانو وا نه‎خیستل شي، د دې وېره شته چې د هېوادوالو پر وړاندې خطر رامنځته او بېلابېلو جرمونو کې استفاده شي.

شریک یي کړئ