Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په دوحه کې له امریکايي استازو سره د طالب استازو لیدنه

په داسې حال کې چې د طالبانو او امریکايي استازو ترمنځ د خبرو اترو د بندون په اړه ګنګونسې زیاتې شوې دي، طالبان وايي چې هغوی د دوشنبې په ورځ (د سلواغې په لومړنۍ نېټه) د قطر په پلازمنې دوحه کې له امریکايي استازو سره لیدلي دي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په خپل ټوېټر کې لیکلي چې په دغې لیدنه کې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو په اړه خبرې شوې دي. هغه ویلي چې دا لیدنه به سبا ته هم وغځول شي.

خو څرګنده نه ده چې د امریکا په استازیتوب له طالبانو سره چا لیدلي دي.

د افغانستان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي په توګه د زلمي خلیلزاد له ګومارلو تراوسه د قطر په دوحه او د اماراتو په ابوظبۍ کې له طالب استازو سره لیدلي دي.

خلیلزاد د دغې مودې په اوږدو کې د سیمې هېوادونو ته له هغې ډلې پاکستان، افغانستان، اماراتو، قطر او چین ته دوه ځله سفر کړی. او دم‎ګړۍ د سیمې هېوادونو ته د درېیم سفر په لړ کې چین، افغانستان او پاکستان ته تللی دی.

خلیلزاد دوه ورځې مخکې پاکستان ته ولاړ او د دغه هېواد له لومړي وزیر عمران خان او ځينو نورو چارواکو سره د افغان سولې په اړه خبرې اترې وکړې او د دغو خبرو له پایلو هیله‎من برېښي.

ښاغلي خلیلزاد پاکستان کې د سفر له پایه وروسته تېره شپه په خپل ټوېټر پاڼه کې لیکلي چې د افغانستان د سولې خبرې اترې په سم لوري روان دي.

بلخوا د دې لیدنو دوام د سولې عالي شورا له افغان حکومت سره د طالبانو د مخامخ خبرو لپاره یو څه هیله‌منه کړې ده.

 د سولې عالي شورا ویاند سید احسان طاهري په دې اړه وویل:«موږ د حکومت او طالبانو ترمنځ د خبرو اترو د ژر تر ژره پیل لپاره زمینه برابر وو، څو ۲۰۱۹ کال، د مذاکراتو د پیل کال وي.» 

د خلیل‌زاد ترڅنګ، د امریکايي ځواکونو د مرکزي قومندانۍ قومندان جنرال جوزیف ووټل او سناتور لېنزي ګراهام هغه څوک دي چې په وروستۍ یوه اوونۍ کې یې له پاکستاني چارواکو سره پر افغان سوله خبرې کړې دي.

له دې سره په خوا کې امریکايي سناتور لینزي ګراهام چې له پاکستاني چارواکو سره په خبرو بوخت دی وايي، له ولسمشر ټرامپ نه یې غوښتي چې د پاکستان له لومړي وزیر عمران خان سره وګوري.

د امریکا دا مخکښ سناتور په دې باور دی چې عمران خان کولای شي چې د افغان سولې په برخه کې صادقانه همکاري وکړي.

امریکايي سناتور لېنزي ګراهام څرګنده کړه:«هغه مهال چې طالبان پوه شي چې نړۍ بیا افغانستان په لاس نه ورکوي، هغه مهال چې طالبان پوه شي له دې وروسته یې پاکستان مرسته نه کوي، هغه مهال به داسې ځای کې واوسو چې باید وای.»

دا هر څه په داسې وخت کې دي چې تېره ورځ ولسمشر غني وویل چې طالبان دې له خپله ادرسه د سولې خبرو اترو ته راشي نه پاکستان او نورو هېوادونو له هغه. هغه وویل چې د سولې لپاره به کار وکړي خو سوله به دروېزه نه کړه.

شریک یي کړئ