Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

سهیل شاهین: د سولې خبرو درولو موږ هیښ او حیران کړو

په دوحه کې د طالبانو دفتر ویاند سهیل شاهین له الجزیرې شبکې سره په مرکه کې ویلي چې د دونلډټرمپ لخوا د امریکا او طالبانو ترمنځ د خبرو د درولو اعلان د دې ډلې لپاره له تمې لیرې او د حیرانتیا وړ و.

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د یکشنبې په ورځ (د وږي په ۱۷مه) په ناڅاپي توګه په خپله ټوېټر پاڼه ولیکل چې، د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې چې کابو یو کال یې دوام درلود درولې دي.

په دوحه کې د طالبانو د دفتر ویاند وايي چې امریکا او طالبانو د خبرو له درېدو مخکې له افغانستانه د ټولو بهرنیو ځواکونو د وتلو، د امریکا او د هغې د متحدینو په وړاندې د افغانستان د خاورې کارولو ته اجازه نه ورکولو، د افغانانو ترمنځ د بحثونو پیلولو په اړه سره هوکړې ته رسېدلي وو.

ښاغلی شاهین همدارنګه زیاتوي چې د اوربند په اړه د امریکا له استازو سره بحث د دې ډلې د خبرو کومه برخه نه وه او اوربند د افغانانو ترمنځ خبرو کې مطرح کېده.

د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین په دې اړه وویل:«د طالبانو سیاسي مرستیال ملابرادر له زلمي خلیلزاد او په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو له قومندان جنرال سکاټ مېلر سره وکتل او ټول خوښ وو او د خبرو د هوکړې د لاسلیک د مراسمو په هکله یې خبرې کولې، د ټرمپ تویټونه زموږ لپاره ناڅاپي او عجیب وو.» 

هغه وايي طالبان چمتو دي له افغانانو سره خبرې وکړي.

ښاغلي شاهین زیاته کړه:«د افغانانو په اړه موږ چمتو یوو چې له هغوی سره خبرې وکړو، که له دوی سره اوربند وکړو نور به بریدونه نه کېږي، خو دا د افغانستان د مسلې بل اړخ دی، لومړی غواړو چې د افغانستان ښکېلاک (اشغال) پای ته ورسوو او وروسته د نوي اسلامي حکومت د جوړولو او په هېواد کې د اوربند په هکله خبرې وکړو.»

له دې مخکې طالبانو په ځلونو د خبرو لپاره د افغان حکومت غوښتنې رد کړې وې؛ خو اوس افغان حکومت وايي چې د خبرو د پیل لپاره د هغوی شرط اوربند دی. 

د امریکايۍ «بلانس»خپرندویې نوې څېړنې ښي چې امریکا تراوسه د افغانستان په جګړه کې ۹۷۵ مېلیارد ډالر لګولي دي.

امریکا د ۲۰۰۱ز کال د سپټمبر ۱۱مې برید وروسته، له ترهکرۍ سره د مبارزې په موخه افغانستان ته راغله. دغه حضور دوه ورځې مخکې ۱۸ کلن شو.

ټاکل شوې وه چې امریکا له طالبانو سره د هوکړې په صورت کې له افغانتسانه خپل ځواکونه بهر کړي - په دې اړه هغه هغه هوکړه‎لیک کې چې د امریکا د استازي زلمي خلیلزاد او طالبانو ترمنځ په اصولو کې وروستۍ شوې وه، ویل شوي و چې په لومړي پړاو کې به له افغانستانه ۵۴۰۰ سرتېري وایستل شي.

خو د ټرمپ له خوا د خبرو له درېدو وروسته، هر څه بدلون وموند. د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد کابو یو کال له طالبانو سره په خبرو بوخت و؛ هغه له دغې ډلې سره د خبرو نهه پړاوه پای ته رسولي و.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد یې وربللی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند مورګان اورتاګوس څرګنده کړه:«ولسمشر ټرمپ ویلي چې د خبرو بحث مړ شوی، موږ په لوړه کچه موخې لرو چې ولسمشر غواړي ورته ورسېږي، د بهرنیو چارو وزیر پومپيو، د دفاع وزیر اسپر او د ملي امنیت ټوله ډله په سپينه ماڼۍ کې حاضر ده، تر ټولو ښه لار به پيدا کړي.»

د امریکا او طالبانو استازو په دوحه کې نهه پړاوه خبرې وکړې، دا خبرې د کابل په شش درک سیمه کې د طالبانو په برید کې د یوه امریکايي پوځي له وژل کېدو وروسته ودرول شوې.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین وايي چې طالبان چمتو دي له افغانانو سره خبرې وکړي.

شریک یي کړئ