Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

'سوله د افغانستان او پاکستان د اعتبار وړ ضمانتونو ته اړمنه ده'

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد چې دوه ورځې مخکې له کابله اسلام اباد ته ولاړ، وايي چې د پاکستان له لومړي وزیر عمران خان، د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي او لوی درستیز جاوېد باجوه سره یې د افغان سولې بهیر په اړه خبرې اترې کړې دي.

ښاغلي خلیلزاد په خپل ټوېټر پاڼه لیکلي چې په اسلام اباد کې د خپل دوه ورځني سفر په لړ کې، د افغان سولې په اړه یې له پاکستاني چارواکو سره په مهمو موردونو خبرې کړې دي.

په ورته وخت کې، په پاکستان کې د امریکا سفیر د یوې خبرپاڼې له خپرولو سره، ویلي چې ښاغلي خلیلزاد له پاکستاني چارواکو سره، ټينګار کړی چې په افغانستان کې سوله د پاکستان او افغانستان د اعتبار وړ ضمانتونو ته اړمنه ده چې د دغو هېوادونو خاوره باید د یو بل د ګواښلو لپاره استفاده نه‎شي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې دا ضمانتونه به د افغانانو ترمنځ سولې ته اجازه ورکړي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګریزې ودې او اقتصادي همکارۍ پراختیا پيدا کړي.

ټاکل شوې ده چې ښاغلی خلیلزاد، دوحې ته ولاړ شي او له طالب استازو سره د خپلو خبرو اتم پړاو پیل کړي.

هغه پاکستان ته تر سفر مخکې، اته ورځې کابل کې و او له طالبانو سره د خبرو اترو د څرنګوالي په اړه د افغان حکومت له چارواکو سره یې سلامشورې وکړې.

خلیلزاد کابل کې د خپل اته ورځني سفر په پای کې، له طلوع نیوز سره په ځانګړې مرکه کې وویل چې د افغان سولې د ځانګړي استازي په توګه د دندې له پیل وروسته دا سفر یو له لاسته راوړنو ډک سفر و. 

له دې سره جوخت، افغان حکومت اعلان وکړ چې د افغانانو ترمنځ خبرو اترو د پيل لپاره یې پنځلس کسیز پلاوی جوړ کړی. سرچینې وايي چې تاکل شوې د افغانانو ترمنځ خبرې راتلوونکې اوونۍ په ناروې کې پيل شي.

دا ټول په داسې حال کې دي چې نن واشنګټن پُسټ ورځې پاڼې رپوټ خپور کړی چې د هغه پر بنسټ امریکا له افغانستانه د خپلو ځواکونو د وتلو لپاره چمتووالی نیسي.

د دغه رپوټ پر بنسټ، ټاکل شوې کابو شپږ زره امریکايي ځواکونه له افغانستانه ولاړ شي - امریکا دم‎ګړۍ په افغانستان کې کابو ۱۶ زره ځواکونه لري او د دغو ځواکونو وتل، له افغان حکومت سره د مخامخ خبرو د پیل لپاره د طالبانو یو اصلي شرط وو.

شریک یي کړئ