هغه هوسۍ چې څه موده وړاندې يې د ډزو له امله یوه پښه له کاره لوېدلې وه، اوس ورته مصنوعي پښه جوړه شوه.
سوېډن کمېټې د تخار په مرکز تالقانو کې دې هوسۍ ته مصنوعي پښه جوړه کړه.
په تخار کې د دې کمېټې استازي ويلي، څو ورځې وړاندې د تخار یوه اوسېدونکي همدا هوسۍ ورسپارله، چې یوه پښه يې د ډزو له امله له کاره لوېدلې وه، دوی ورته مصنوعي پښه جوړه کړه.
پژواک خبري اژانس ليکي، دغه هوسۍ د تخار يوه اوسېدونکي د سوېډن کمېټې ته سپارلې وه، چې دوی ورته پښه جوړه کړه.
اوس دغه هوسۍ په مصنوعي پښه هم؛ ارام تګ راتګ کولی شي.
دا چې د هوسۍ سپارونکی څوک دی او څنګه يې دا هوسۍ موندلې، د سوېډن کمېټې يې په اړه معلومات نه دي ورکړي.