Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

سپنتا: د پردې شاته د سولې خبرې پایله نه لري

د ملي امنیت شورا پخوانی سلاکار ډاکټر رنګین دادفر سپنتا وايي له طالبانو سره د سولې خبرې اترې د پردې شاته ترسره کېږي او دا ډول هڅې کومې پایلې نه ورکوي. 

ښاغلی سپنتا وايي د سولې بهیر باید بین الافغاني وي او همدارنګه په تېرو څو کلونو کې د جګړې د ښکېلو لورو  شوي جنایتونه باید نادیده ونه نیول شي. 

د هغه په وینا افغانان نه غوړاړي چې بهرني ځواکونه دلته تل پاتې شي، خو چې له طالبانو سره د سولې توافق وشي، له هغه وروسته د خبرو اترو دویم ګام باید د بهرنیو ځواکونو د وتلو په اړه خبرې اترې وي. 

د ملي امنیت شورا دې پخواني سلاکار نن (چهارشنبه، د تلې ۲۵مه) له سولې شورا سره د سیاسي ګوندونو او څېرو په هغه ناسته کې چې له طالبانو سره د خبرو اترو د طرحې په اړه برابره شوې وه، وویل نړیوالې ټولنې له طالبانو سره د خبرو په برخه کې خپله ژمنه ماته کړې ده.

ښاغلي سپنتا خبرادری ورکړ، که د سولې بهیر بین الافغاني نه شي او افغان حکومت او خلک پکې دخیل نه شي، نو د لویو قدرتونو تر منځ مو هېواد د سیالۍ په میدان بدلېدونکی دی. 

هغه وویل: « موږ لکه د نویمو میلادي کلونو لومړیو وختونو ته بېرته ورګرځېدونکي یو، د بندو دروازو شاته د طالبانو او لویو قدرتونو تر منځ خبرې کېږي، حتی په جینو کې د وخت حکومت موجود و، په اوسنیو خبرو اترو کې د افغانستان حکومت نشته، پاتې خو لا د افغانستان خلک او استازي شول، دا خبرې اترې د امریکا د متحده ایالتونو له کمزوري موضع نه له طالبانو سره دي.»

ښاغلی سپنتا پر دې باور دی، چې پاکستان لا هم په افغانستان کې د جنګ ملاتړ کوي او همدارنګه روسیه او ایران هم له طالبانو سره په خبرو دي، دا ټول دا په ډاګه کوي چې په افغانستان کې د تروریزم پر ضد نړیواله اجماع له منځه تللې ده. 

پر دې سربېره هغه د سولې په بهیر کط پر عدالت ټینګار کوي. 

سپنتا وايي: « له کینه کښو ادبیاتو البته هغو ته ورته، ادبیاتو نه ډډه وکړو، دا ښه خبره ده، دا د افغانستان د ټولو خلکو په اړه، د هغوی په اړه چې څلوېښت کاله دلته پاتې شول، د طالبانو د اشغال پر ضد يې یو مقاومت جوړ کړ، هم سمه خېژي. د هغوی په اړه چې تاکونه یې وسوځول هم سمه خبره ده، د هغوی په اړه چې یکاولنګ کې يې قتل عام وکړ هم سمه ده، د هغوی په اړه چې هلمند کې يې تر بمبار لاندې خلک ووژل هم سمه ده، هغوی چې په بګرام کې بې‌ګناه زنداني دي هم سمه ده، موږ باید په داسې روحیه د سولې په لور لاړ شو.»

په ورته وخت کې د سولې عالي شورا وايي چې د یو باصلاحیته پلاوی د جوړېدو لپاره د خلکو او سیاسي ګوندونو له استازو سره خبرې روانې دي.

د سولې شورا د د دارالانشاءرییس محمد اکرم خپلواک وايي: «موږ حساسې مرحلې ته داخل شوي یو، داسې مرحلې ته که د افغانستان حکومت له افغان سیاسیونو سره د سولې بهیر سم مدیریت نه کړي او مخکې لاړ نه شي، بیه به يې ډېره لوړه وي.»

ښاغلي سپنتا دا هم وویل چې دولت تل زهرجن ادبیات کاروي او په وینا يې دا چې پر قومونو او قبایلو مو هېواد ونه وېشل شي باید دولت له داسې ادبیاتو ډډه وکړي.
 
شریک یي کړئ