Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

سیاف:د بیت المقدس په اړه د ټرمپ پرېکړه «ستره تېروتنه» ده

عبدرب الرسول سیاف د امریکې د ولسمشر ډونلډ ترمپ له خوا د اسراییلو د پلازمېنې په توګه د بیت المقدس په رسمیت پېژندل، یوه «ستره او نه جبران کېدونکې تېروتنه» وبلله.

هغه زیاته کړه:«ټول مسلمان خلک، حتا د امریکې خلک له دغې پرېکړې راضي نه دي. موږ هیله لرو چې د دغې پرېکړې په اړه یو ځل بیا فکر وکړي.»

دغه څرګندونې یوه ورځ له هغې وروسته کېږي چې ټرمپ اعلان وکړ چې هغه بیت‎المقدس د اسراییلو د پلازمېنې په توګه په رسمیت پېژني.

ټرمپ د دغه هېواد د کنګرې د ۱۹۹۵ زیږدیز کال پرېکړه‎لیک ته چې له تل ابیب څخه بیت‎المقدس ته د امریکا سفارت په لېږد ټینګار کړی، چې د هغه د اجرا کېدو مصوبه له مودو راهیسې ځنډېدلی وه.

ټرمپ هم رسماً له تل ابیب څخه بیت‎المقدس ته د امریکې د سفارت د لېږد فرمان صادر کړ، خو امریکا همدارنګه د دوه خپلواکو هېوادونو د حل لارې رامنځته کولو ته به ژمن وي.

شریک یي کړئ