Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

"د سیمي هېوادونه دې د سولې په نامه خپله نیابتي جګړه نه تحمیله وي"

د ولسمشر غني دویم مرستیال سرور دانش وايي چې سیمه‎ییز هېوادونه دې د سولې په نامه په افغانستان کې خپله نیابتي جګړه نه تحمیله وي.

ښاغلي دانش همدارنګه زیاته کړه چې افغان حکومت د سولې د زمینې برابرولو په درشل کې د نړۍ او سیمه‎ییزو هېوادونو له همکاریو هرکلی کوي، خو دغه هېوادونه باید د افغانستان د خلکو پر ځای پرېکړه ونه کړي.

د ولسمشر غني دویم مرستیال سرور دانش چې نن جمعه د (کب په ۳ مه نېټه) کابل کې ننګونې او د افغانستان  د سولې په اړه تګ لارې په غونډه کې وینا کوله، که‎ څه هم د کوم هېواد نوم نه اخلي، خو وايي چې افغانستان له امریکې سره سټراټېژیک تړون لري او د دغو دوو هېوادونو د همکارۍ بنسټ هم همدا تړون دی.

هغه زیاته کړه:«لیرې او نږدې بهرني هېوادونه چې د افغانستان په سوله کې دخیل دي، تمه لرو چې جوړونکی، مثبت او د زمینې برابرولو رول ولري، خو د افغانستان د خلکو پر ځای دې پرېکړه نه کوي. د سیمې هېوادونه دې هم دا فکر نه کوي چې دا ځلې د سولې په نامه، په افغانستان یوه بله نیابتي جګړه تحمیل کړي.»

دا په داسې حال کې ده چې امریکا د افغانستان په نشتون کې تراوسه له طالب استازو سره څلور ځله لیدلي او د سولې په اړه خبرې اترې کړې دي.

په همدې لړ کې د افغانستان ځينې سیاستوال هم دوه اوونۍ مخکې په مسکو کې له طالب استازو سره ولیدل او یوه نهه ماده‎ییزه اعلامیه یې صادر کړه. په دغې غونډه کې هم افغان حکومت حضور نه درلود.

خو د ولسمشر دویم مرستیال وايي چې د افغان حکومت په نشتون کې هر ډول خبرې او مذاکرې به بې پایلې وي.

هغه زیاتوي:«په هېڅ ډول خبرو اترو کې، حکومت باید د مقابل لوري په توګه په پام کې ونیول شي. د افغان حکومت له حضور پرته هر ډول خبرې اترې، شنډې او بې پایلې دي.»

هغه د افغانستان سیاستوالو ته کوت نیوکه وکړه که‎چېرې د سولې په بهیر کې انسجام ونه لري، مخالفې ډلې به د بهرنیو هېوادونو په ملاتړ له دې موکې ناوړه استفاده وکړي.

ښاغلي دانش طالب ډله یوه جګړه غوښتونکې ډله وبلله چې د ډېرو افغانانو د وژلو سبب شوې ده:«طالبان یوه مجاهده ډله نه بلکې یوه جګړه غوښتونکې ډله ده. چې له نړیوالۍ ترهګرو سره په همکارۍ په زرګونه افغانان یې ووژل، او زموږ جګړه د هغوی په وړاندې د ارزښتونو ساتنه ده.»

له دې ټولو سره د ولسمشر دویم مرستیال وویل چې د خبرو اترو لپاره د حکومت دروازې پرانیستې دي؛ خو په دې شرط چې په دغه بهیر کې له مخکې تعیین شوی شرط نه وي.

هغه څرګنده کړه:«سوله هېڅکله  یو اړخیز امتیاز نه دی، نه د حکومت لپاره او نه هم د طالبانو لپاره،طالبان لومړی باید له هر ډول مخکې تعین شوي شرط څخه پرته له جګړې لاس واخلي او اوربند ومني او وروسته د منطقي خبرو اترو په لړ کې خپلې غوښتنې مطرح کړي. حکومت باید له مخکې تعین شوي شرط پرته په خبرو کط ګډون وکړي او دې ته حاضر شي چې د ښه نیت ښودو او د اعتماد فضا رامنځته کولو لپاره یو شمېر طالب بندیان ازاد او نومونه یې له تور نوملړه وباسي.»

د ولسمشر دویم مرستیال د هېواد د سیاسي نظام ساتنه، د تېرو لاسته راوړنو ملاتړ، ملي حاکمیت ساتنه، اسلامي او جمهوري نظام د سولې په خبرو کې سرې کرښي ګڼي.

د ولسمشر دویم مرستیال وايي، د سولې مشورتي جرګه کې به چې د کب میاشتې په وروستۍ اوونۍ کې جوړېږي، حکومت د سولې په اړه د خلکو نظریات واوري.

ښاغلي دانش وايي چې افغان حکومت د سولې د زمینې برابرولو په درشل کې د نړۍ او سیمه‎ییزو هېوادونو له همکاریو هرکلی کوي، خو دغه هېوادونه باید د افغانستان د خلکو پر ځای پرېکړه ونه کړي.

شریک یي کړئ