Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

سیګر:د افغانستان د ځينو برخو د ثبات لپاره د امریکا هڅې ناکامې شوي

سیګر یا د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړي څارونکي په خپل نوي رپوټ کې په افغانستان کې د امریکا د پنځه مېلیارد ډالري پروګرام له بې پایلې پاتې کېدو خبره کوي.

د دغه رپوټ موندنې ښيي چې له ۱۷ کلونو څخه وروسته د افغانستان د جګړه ځپلو هېوادونو د باثباته کولو لپاره د امریکا هڅې کابو ناکامې شوې دي.

امریکا د ثبات په نوم دا څلور اعشاریه اووه مېلیارد ډالري پروګرام هغو سیمو کې پلی کوي چې تازه له وسله‎والو نیول کېږي.

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړی څارونکی جان ساپکو په دې اړه وویل:« د سیګر ټولیزه ارزونه له بده مرغه دا ده چې له سختو هڅو وروسته هم د جګړه ځپلو سیمو د باثباته کولو لپاره له ۲۰۰۲ نه تر ۲۰۱۷ پورې دا پروګرام ناکام وه، د دې پروګرام د ناکامۍ علتونه هم په دولتي بنسټونو کې د پرمختګ لپاره د ظرفیتونو نشتون، اداري موانع او د بنسټونو ترمنځ رقابتونه او بې ځایه تمې وې.»

د دې پروګرام د ناکامۍ نور علتونه اداري فساد، د څار نشتوالی او د پيسو حیف و میل ښودل شوی.

د سیګر په راپور کې راغلي، د دې پروګرام ګټه یوازې څو قومي مشرانو، سیاستوالو او وسله‎والو زورواکو ته رسېدلې ده.

ښاغلي ساپکو زیاته کړه:« د پوځ د فشارونو په خاطر د امریکا نړیوالې پراختیايي ادارې په داسې نامناسبو سیمو کې ښوونځي جوړ کړي چې څار یې نه شي کېدای. حکومت هم دغو سیمو ته خپل کارمندان نه شي استولی، حتی زده کوونکي به هم د ناامنیو له وېرې دغو ښوونځیو ته نه ورتلل.»

د دغه رپوټ په یوه بله برخه کې راغلي، دې پروګرام په ځینو سیمو کې د ګټې په ځای ان تاوانونه هم اړولي دي.

سیګر په دې اړه زیاتوي، په دغو پروژو کې د ځینو چارواکو لاسوهنه، هېوادوال یو تر بله په جنجال اړولي او حتی داسې هم شوي چې یوه ډله خلک څنډې ته وړل شوي او هغوی مجبوراً طالبانو ته ورنېږدې شوي دي.

په دغه رپوټ کې زیاته شوې چې د امریکا حکومت له ۲۰۰۱ نه تر ۲۰۱۷ پورې له سختو فشارونو لاندې وه، تر څو ناامنه سیمې بېرته په امن سیمو بدلې کړي، ځکه نو امریکايي بنسټونو دغه هدف ته د رسېدو لپاره په ډېره چټکۍ خورا زیاتې پيسې په افغانستان کې ولګولې، په داسې حال کې چې افغانستان د دومره ډېرو پیسو د جذب لپاره چمتووالی او ظرفیت نه درلود.

شریک یي کړئ