Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

سیګر: د شمال پر هر کیلومټر حلقه‎يي سړک ۸ مېلیونه ډالره لګښت راغلی

د افغاسنتان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړی څارونکی (سیګر) په خپل نوي رپوټ کې وايي چې د افغانستان په شمال کې د حلقه‎يي سړګ پر هر کیلومټر، ۸ مېلیون ډالره لګښت راغلی، هغه پیسې چې د نړۍ په هره برخه کې په معیاري توګه د یو کیلومټر سړک د جوړېدو لپاره په ځلونو زیاتې دي.

د سیګر په دغه رپوټ کې همدارنګه د دغه سړک د کار پر پڅوالي هم نیوکې شوي او وايي چې د ۱۲ کلونو په تېردو سره د فاریاب ولایت له قیصار ولسوالۍ څخه د بادغیس تر لامان ولسوالۍ پورې د ۲۳۳ کیلومټره په اوږدوالي سره د هغه یوازې ۳۱ کیلومټره بشپړ شوی دی.

د دې رپوټ پر بنسټ د افغانستان د ټولګټو وزارت پر دغه ۳۱ کیلومتره سړک ۲۵۰ مېلیون ډالر لګولي چې پر هر یوه کیلومتر تر اته مېلیون ډالرو لګښت راغلی دی.

د ټولګټو وزارت ویاند مهدي روحاني په دې اړه وویل:«د پروژې کارونه مو رسماً پیل کړل او اوس هېڅ ډول ستونزه نشته او د اوس‎مهال لپاره د قیصار- لامان پروژې لپاره هر ډول فساد موږ ردوو.»

په دغه رپوټ کې امنیتي ستونزې، د تړون کوونکو کمزوری کار او د افغانستان په ټولګټو وزارت کې د ظرفیت نشتوالی د قیصار لامان سړک د کار د ځنډېدو او مېلیونونه ډالرو بې ځایه لګولو لامل شوي دي.

د سیګر په نوي رپوټ کې راغلي د اسيا پراختیايي بانګ له ۲۰۰۶ کال راهیسې په پنځو بېلابېلو برخو کې د قیصار - لامان سړک د جوړولو لپاره د امریکا او نورو هېوادونو له مرستو ۷۲۱ مېلیون ډالر برابر کړي خو د دوولسو کلونو په تېرېدو تراوسه هم د افغانستان د حلقوي سړک د دې مهمې برخې برخلیک روښانه نه دی.

شریک یي کړئ