Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

شمالي کوریا به خپلي اټومي ازموینې ودروي

د شمالي کوریا د مشر، کیم جونګ اعلان کړی چې هستوي او د توغندیو ازموینې به وځنډوي، ځکه چې هېواد یې نور ورته اړتیا نلري. 
 
هغه وايي خپل د اټومي ازموینې یو مرکز به هم ویجاړ کړي.
 
شمالي کوریا وايي چې د "د نړیوالو چاپیریال" او د خپل اقتصاد لپاره "په نېږدې همکارۍ او فعاله خبري اترې" به له خپلو ګاونډيو او نړيوالې ټولنې سره رامنځته کړي.
 
دا په داسې حال کې ده چې کابو یوه اوونۍ وروسته د شمالي کوریا مشر د سویلي کوریا او امریکا د متحده ایالاتو ولسمشرانو سره ناسته ولري. 

د امریکا متحده ایالاتونو ولسمشر، ډونالډ ټرمپ د شمالي کوریا له اعلان وروسته په خپله ټوېټرپاڼه کې ترې هرکلې وکړ.

هغه لیکلي دي: «د شمالي کوريا موافقه کړې چې خپل اټومي پروګرامونه وځنډوي او یو مرکز به هم له منځه یوسي. دا د شمالي کوریا او نړۍ لپاره ښه خبرونه دي. لوی پرمختګ! د ګډې ناستې په تمه یوو.»

ده په خپل بل ټویټ کې لیکلي دي:«د ټولو لپاره پرمختګ شونی دی.»

له بلې خوا، سویلي کوريا وايي چې د شمالي کوريا له پرېکړې هر کلی کړی او زیاته کړې یې ده چې دا پرېکړه له امریکا او دې سویلي کوریا سره د بریالیو ناستو زمینه برابروي.

شمالي کوریا به خپلي اټومي ازموینې ودروي

د شمالي کوریا مشر په داسې حال کې اعلان کوي چې د خپلې اټومي ازموینې به ودروي چې روان زیږدیز کل د مې په میاشت کې له سویل کوریا او امریکا متحده ایالاتونو سره ګډه ناسته لري

شریک یي کړئ