Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

شنوونکي پاکستان د جنرال عبدالرازق په ترور کې دخیل بولي

ځينې کارپوهان د ګاونډیو هېوادونو استخبارات د کندهار د امنیه قومندان د وژلو په توطیه کې دخیل بولي.

هغوی وايي چې جنرال عبدالرازق د هېواد په سوېل کې د ګاونډیو هېوادونو د لاسوهنې په وړاندې ستر خنډ و.

جنرال عبدالرازق د پاکستان او طالبانو په وړاندې یوه جدي څېره پېژندل کېده او په ځلونو یې په خپله وینا کې پاکستان یې د افغانستان په کورنیو چارو کې په لاسوهنې تورن کړی و.

تېره اوونۍ وه چې جنرال عبدالرازق حکم وکړ څو په سپین بولدک کې د ډیورنډ کرښې په اوږدو د پاکستاني پوځیانو له خوا د اغزن سیم د غځولو مخه ونیول شي.

د سیاسي چارو کارپوه مطیع الله خروټي وویل:«زما په اند د جنرال عبدالرازق د ترور اصلي لامل د پاکستاني جنرالانو هماغه خبرې دي چې د کندهار د ۲۰۵ قول اردو قومندان ته یې کړې وې، چې جنرال عبدالرزق د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د اغزن سیم په اړه د مرکزي حکومت له پرېکړې سرغړونه کوي، نو پر دې بنسټ هلمته پرېکړه وشوه، چې نور جنرال عبدالرازق دې په سیمه کې نه وي.»

پخوانی پوځي عتیق الله امرخېل په دې اړه څرګنده کړه:«د خلکو په منځ کې خپل کسان یې دي، په هره سویه چې دي. هغوی نه په پراسوټ کې راکوزېدای شي او نه هم کولای شي چې ولایت ته ننوځي، ترهغې چې هغوی ته لارښونه ونه کړي او دلته رانه وستل شي. هغه څه چې رامنځته شول له دننه و.»

همدارنګه د چارو نور شنوونکي هم وايي چې ښاغلي رازق د هېواد سوېلي زون د امنیت په ټینګښت کې ډاګیزه ونډه لرله.

د پوهنتون استاد محمود مرهمون وايي:«سوېلي حوزه تر عزني پورې د هغه په واسطه امنه وه. که‎چېرې په ارزګان او یا هم هلمند او غزني کې جګړه کېده، هغه ځان رساوه.»

د دې ترڅنګ، ځينې په دې باور دي چې د جنرال عبدالرازق له مرګ وروسته، د هغه پر ځای یو وړ کس ځایناستی شي، ترڅو د کندهار امنیت چې د سوېلي زون یو مهم ولایت دی خراب نه شي.

د سیاسي سیاسي چارو شنوونکی او پوځي میاګل خالد څرګنده کړه:«د هغه ځای به څوک ونه شي نیولای او امنیت به لږ څه خراب شي. هیله لرم چې حکومت پاملرنه وکړي او وړ شخصیت ځای پر ځای کړي.»

جنرال عبدالرازق له مرګ مخکې په خپلې یوې وروستۍ وینا کې ژمنه کړې وه چې کندهار کې به ټاکنې په امنه فضا کې ترسره شي.

شریک یي کړئ