Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

شهاب حکیمي د ټاکنیزو منډو ترړو په پیلنۍ کې: ټاکنې به ترسره نه شي

ولسمشرۍ ټاکنو ته نوماند شهاب حکیمي نن جمعه (د زمري په ۱۸مه) کابل کې د خپلې ټاکنیزې منډې ترړې په لومړنۍ غونډه کې وویل چې انتخابات به ترسره نه شي.

هغه په دغې غونډه کې وویل چې ډېر ژر به یو لنډمهاله حکومت رامنځته شي.

ولسمشرۍ ټاکنو ته دغه نوماند وايي چې د هغه ټاکنیزې ډلې ته سوله لومړیتوب لري نه ټاکنې.

ولسمشرۍ ته نوماند شهاب حکیمي وویل:«تر هغې چې په افغانستان کې سوله رانه شي، ټول شموله ټاکنې شونې نه دي.»

شهاب حکیمي وايي، تر دوه اوونیو به د سولې خبرې یوې پایلې ته ورسېږي:«حتماً په یوې او یا هم دوه اوونیو کې د سولې د مذاکراتو پایله مالومېږي... انشاالله تعالی لنډ مهاله حکومت رامنځته کېږي.»

بل لورته بیا د ولسمشرۍ بل نوماند نور الله جلیلي چې کابل کې د خپلو پلویانو په منځ کې وینا کوله، د ملي یووالي حکومت مشران په هېواد کې د بحران په راوستو تورنوي.

ولسمشرۍ ته نوماند سید نورالله جلیلي څرګنده کړه:«په ټاکنو کې یوه وړه تېروتنه به، موږ ټول له یوې سترې بدبختۍ سره مخ کړي.»

د ښځو د حقونو تامین، اقتصادي پرمختګ، کاري اسانتیاوې او د سولې لپاره هلې ځلې د دې نوماند مهمې برنامې دي.

د ولسمشرۍ ټاکنو له کمپاین ۱۴ ورځې تېرېږي، خو تر اوسه اته نوماندانو خپل ټاکنیز کمپاینونونه پیل کړي دي.

ټاکل شوې ده چې ولسمشرۍ ټاکنې د روان کال د تلې په شپږمه نېټه ترسره شي. د دغو انتخاباتو ټاکنیزې منډې ترړې د زمري په شپږمه پيل او ټاکل شوې د تلې تر درېیمه دوام پيدا کړي. 

شریک یي کړئ