Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

شپنیو عملیاتو کې د ملکي مرګ ژوبلې په غبرګون کې د پکتیاوالو اعتراض

د پکتیا ولایت یو شمېر اوسېدونکو په دې وروستیو کې د افغان ځواکونو پوځي شپنیو عملیاتو په ترڅ کې د ملکي مرګ ژوبلې د زیاتوالي په تړاو په مضاهرو لاس پورې کړ.

دوی وايي افغان او بهرني ځواکونه باید خپل عملیات په احتیاط سره ترسره کړي تر څو ملکي کسانو ته مرګ ژوبله وانه وړي.

یو تن اعتراض کوونکی، عبدالغیاث وايي:«دا بې خبره عملیات چې ترسره کېږي، او زموږ ولسي وګړې په کې وژل کېږي، موږ یې بندول غواړو.»

همداراز بل اعتراض کوونکی، صمد ځاځی زیاتوي:«موږ د ړندو عملیاتو مخالف یوو. او که چېرې له ولایتي او ولسوالۍ چارواکو سره همغږي وشي، نو موږ ورسره مخالف نه یوو، که د دوښمن پر وړاندې عملیات کېږي، موږ یې مخالف نه یوو او د خلکو پر وړاندې د عملیاتو مخالف یوو.»

د پکتیا ولایتي شورا وايي په وروستۍ یوې میاشتې کې د افغان او بهرنیو ځواکونو په پوځي عملیاتو کې ملکي کسانو ته زیان رسېدلي دی.

د ولایتي شورا غړی، سردار ملنګ زوی وايي:« که چېرته په پکتیا کې د دولت استازي وي، اردو وي، والي وي، نو له دوی سره باید همغږي وشي چې دښمن چېرته دی.»

په همدې حال کې د پکتیا ولایت سیمه‎ییز چارواکي هم په شپنیو پوځي عملیاتو کې د ملکي مرګ ژوبلې په اړه اندېښنه څرګندوي.

د پکتیا مرستیال والي، عبدالولي څرګندوي:«عملیاتو کې باید ولسي وګړي زیانمن نشي، په دې پېښو افغان حکومت دردمن دی او انشاالله د خلکو غږ به اورېدل کېږي.»

دا په داسې حال کې ده چې د روانې اوونۍ په ترڅ کې د پکتیا په زرمت ولسوالۍ کې د پوځي عملیاتو په ترڅ کې شپږ تنو ملکي کسانو ژوند له لاسه ورکړ.

د پکتیا ولایتي شورا وايي په وروستۍ یوې میاشتې کې د افغان او بهرنیو ځواکونو په پوځي عملیاتو کې ملکي کسانو ته زیان رسېدلي دی

شریک یي کړئ