د هېواد لویدیځ ولایت، بادغیس کې وسلهوالو طالبانو ۵۸ افغان سرتېري چې له یادې ډلې سره په بند کې وو، خوشې کړې دي.
یادې ډلې د خبرپاڼې په خپرولو سره ادعا کړې ده چې د ملي اردو یاد شمېر سرتېري یې څو ورځې وړاندې د بادغیس ولایت د بالامرغاب ولسوالۍ د موریچاق او څو نورو سیمو کې نیولي وو.
یادې ډلې د خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي دي چې یاد سرتېري د طالبانو د رهبري شورا له پرېکړې وروسته خوشې شوې دي.
په همدې حال کې افغان حکومت په رسمي ډول تر اوسه په دې تړاو څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې ده د بادغیس په بالامرغاب ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو او طالب وسلهوالو ترمنځ سختې نښتې وشوې.
سیمه ییزو چارواکو د طالبانو په لاس د ۲۸ افغان سرتېرو له اسیر کېدو هم خبر ورکړی وو. دغو چارواکو ویلي وو چې د افغان ځواکونو ۱۱ پوستې نسکورې شوې دي.