Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

اسدالله خالد: د طالبانو پسرلني عملیات له ماتې سره مخ شوي

د ملي دفاع وزارت سرپرست وزیر اسدالله خالد د شنبې په ورځ (د غبرګولي په ۴مه) د ځانګړو عملیاتو قول اردو نوی قومندان جنرال فرید احمدي، د پېژندګلوۍ په مراسمو کې، وویل چې د طالبانو پسرلني عملیات له ماتې سره مخ شوي دي.

هغه زیاته کړه:«د طالبانو پسرلني عملیات له ماتې سره مخ دي. هغوی (طالبان) په هېواد کې هېڅ پرمختګ نه لري او په روان کال کې دښمن له خپل ټول ځواک او ترهګرو سره نه دي توانېدلي چې کوم څيز بدل کړي، حتا که‎چېرې یوه پوسته یې نیولې، نه دي توانېدلي چې د اوږدې مودې لپاره یې ولکه کړي.»

د ځانګړو عملیاتو قول اردو نوی قومندان جنرال فرید احمدي بیا په دغو مراسمو کې طالبانو ته ګواښ وکړ چې طالب جنګیالي دې پر خپلو کورنیو رحم وکړي او خپلې وسلې دې پر ځمکه کېږدي.

فرید وویل:«زه طالبانو ته ګواښ کوم چې پر خپلو کورنیو دې رحم وکړي او خپلې وسلې دې پر ځمکه کېږدي او همدارنګه طالب مشرانو ته هم ګواښ کوم چې موږ ستاسو په لټه کې یوو او محاکمه به شئ او نړیوالو ترهګرو ته وایم چې زموږ هېواد پرېږدئ، له هغې پرته افغانستان به ستاسو په هدیرې بدل شي.»

د ملي دفاع وزارت د ځانګړو عملیاتو د قول اردو نوی قومندان جنرال فرید احمدي

ښاغلي فرید همدارنګه ویلي چې د امنیتي ځواکونو د مرګ ژوبلې د کچې کمول، د عملیاتو زیاتوالی او د ټاکنو د امنیت تامین به د ده له لومړیتوبونو وي. 

په ورته وخت کې د ملي دفاع وزارت سرپرست وزیر د هغه د ګومارنې مبارکې یې ځانګړو ځواکونو ته ورکړه او له جنرال فرید احمدي څخه یې وغوښتل چې د سرتېرو د ستونزو د حل په برخه کې هڅه وکړي.

ښاغلي خالد همدارنګه په امنیتي ځواکونو کې وروستیو ګومارنو ته په نغوتې سره ویلي چې دا ګومارنې د وړتیا له مخې دي نه اړیکو له مخکې.

ښاغلي خالد همدارنګه ویلي چې د قرباني شویو امنیتي ځواکونو د کورنیو ستونزو ته رسېدنه زموږ مسوولیت دی.

هغه څرګنده کړه:«په روان کال کې د شهیدانو او معیوبینو له ۲۳ زره کورنیو سره د ملي دفاع وزارت له خوا نغدي مرستې شوې دي.»

له دې مخکې چې ښاغلی فرید خان د ملي دفاع وزارت د ځانګړو علمیاتو د قول اردو د قومندان په توګه وګومارل شي، بسم الله وزیري دا مسوولیت درلود.

د ملي دفاع وزارت سرپرست وزیر اسدالله خالد همدارنګه څرګنده کړه چې د طالبانو پسرلني عملیات له ماتې سره مخ دي.

شریک یي کړئ