Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

طالبانو جوزجان کې یو ښوونکی وژلی

د جوزجان ولایت پولیس وايي طالبانو په دې ولایت کې یو ښوونکی وژلی او اووه قومي مشران یې له ځانه سره بېولي دي.

پېښه تېره ورځ(شنبې د تلې په ۲۱مه نېټه) د فیض آباد ولسوالۍ په علي آباد کې کې شوې ده.

د جوزجان د امنیه قومندانۍ د امنیت آمر، جنرال کمال الدین یاور وايي طالبانو د فیض آباد ولسوالۍ د یوه ښوونځي سرمعلم، علاوالدین له موټره ښکته کړی او وژلی دی.

ښاغلی یاور زیاتوي چې علاوالدین د جوزجان په فیض آباد ولسوالۍ کې د سیمه ییزو پاڅونکوونکو قوندان، خان ضابط ورور دی.

د جوزجان د امنیت آمر زیاتوي چې طالبانو اووه تنه قومي مشران هم له ځانه سره بېولي او لا یې برخلیک څرګند نه دی.

طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.

طالبانو جوزجان کې یو ښوونکی وژلی

د جوزجان د امنیه قومندانۍ د امنیت آمر، جنرال کمال الدین یاور وايي طالبانو د فیض آباد ولسوالۍ د یوه ښوونځي سرمعلم له موټره ښکته کړی او وژلی دی

شریک یي کړئ