Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

طالبانو دره‎ صوف ـ مزار لار کې ۶۰چلوونکي تښتولي دي

د سمنګانو د ولایتي شورا رییس، راز محمد موحدي ادعا کوي چې طالبانو نن سهار(پنج‎شنبې د وري په ۲۲مه نېټه) د دره صوف - مزارشریف لویې لارې اړوندو کې د بار وړونکو موټرو ۶۰ تنه چلونکي له ځانه وړي.

ښاغلي موحدي  وايي طالبانو د سمنګان دره صوف او د بلخ کشنده ولسوالۍ ترمنځ سیمه کې شاوخوا ۱۰۰ باروړنکې موټرې درولي او ۶۰ تنه موټر چلونکي یې له ځانه سره بېولي دي.

موحدي پر امنیتي مسوولانو نیوکه کوي چې د دره صوف - مزارشریف لویې لارې امنیت ټینګښت کې پاتې راغلي.

د سمنګان د پولیسو ویاند محمد هاشم بیان دا پېښه تاییدوي او وایي جزییات به یې وروسته ووايي.

طالبانو لا تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
 
د سمنګانو د پولیسو ویاند، محمد هاشم بیان پېښه تاییدوي، خو په اړه یې جزییات نه ورکوي

Thumbnail

د سمنګانو د ولایتي شورا رییس، راز محمد موحدي ادعا کوي چې طالبانو نن سهار(پنج‎شنبې د وري په ۲۲مه نېټه) د دره صوف - مزارشریف لویې لارې اړوندو کې د بار وړونکو موټرو ۶۰ تنه چلونکي له ځانه وړي.

ښاغلي موحدي  وايي طالبانو د سمنګان دره صوف او د بلخ کشنده ولسوالۍ ترمنځ سیمه کې شاوخوا ۱۰۰ باروړنکې موټرې درولي او ۶۰ تنه موټر چلونکي یې له ځانه سره بېولي دي.

موحدي پر امنیتي مسوولانو نیوکه کوي چې د دره صوف - مزارشریف لویې لارې امنیت ټینګښت کې پاتې راغلي.

د سمنګان د پولیسو ویاند محمد هاشم بیان دا پېښه تاییدوي او وایي جزییات به یې وروسته ووايي.

طالبانو لا تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
 
شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه