Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

طالبانو د اسلام اباد غونډې په اړه رپوټونه رد کړل

طالب ډله په پاکستان کې د افغان سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره د دغې ډلې د استازو لیدل یوه ګنګوسه او شایعه بولي.

حال دا چې ځينې پاکستانۍ رسنیو رپوټ ورکړی، شونې ده چې د طالبانو استازي د زلمي خلیلزاد په مشرۍ له امریکايي پلاوي سره په اسلام اباد کې وویني، خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد دا خبر رد کړی دی.

مجاهد په خپل ټوېټر پاڼه لیکلي دي چې د طالب ډلې د استازو او زلمي خلیلزاد د لیدو په اړه رپوټونه ناسم او ګنګوسې دي.

دا په داسې حال کې ده چې زلمی خلیلزاد پاکستان ته د خپل سفر په دویمه ورځ، د دغه هېواد له لومړي وزیر عمران خان سره ولیدل.

پاکستانۍ رسنۍ رپوټ ورکړی چې دواړو لورو، د افغان سولې په اړه خبرې اترې وکړې.

زلمي خلیلزاد د پنجشنبې په ورځ، د افغان حکومت له چارواکو سره تر لیدو وروسته پاکستان ته ولاړ. هغه له دې مخکې د پاکستان له لومړي وزیر عمران خان، د بهرنیو چارو له وزیر شاه محمود قریشي سره لیدنه درلوده.

د پاکستان د ویاند دفتر وايي چې په دغه لیدنه کې، قریشي ژمنه وکړه چې پاکستان د افغانستان د سولې له بهیر سره به همکاري وکړي.

خلیلزاد په داسې حال کې له عمران خان سره ویني چې تېره ورځ، عمران خان او ولسمشر غني په یوې ټلېفوني اړیکه کې د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې پر خبرو اترو یې ټینګار وکړ.

پاکستان ته د خلیلزاد سفر د افغان سولې لپاره د سیمې هېوادونو ته د درېیم سفر په لړ کې ترسره کېږي. خلیلزاد د خپل دې سفر په لړ کې هند، پاکستان او افغانستان ته هم سفر کړی دی.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په خپل ټوېټر پاڼه لیکلي دي چې د طالب ډلې د استازو او زلمي خلیلزاد د لیدو په اړه رپوټونه ناسم او ګنګوسې دي.

شریک یي کړئ