Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

طالبانو د کابل – کندهار لویه لاره تړلې ده

طالب جنګیالیو پر غزني ښار له پراخ برید سره د کابل – کندهار لویه لار هم د تګ راتګ کوونکو پر مخ تړلې ده.

د لویه لاره د هېواد یوه له مهموې لویو لارو څخه ده چې د هېواد شمال له سوېل سره نښلوي. د دغې لویې لارې ځینې برخه له غزني ښار څخه تېرېږي.

په میدان وردګو کې امنیتي ځواکونه وايي چې طالبانو تېره شپه ناوخته د سالار او په دغې لاره ځينې نورې برخې وتړلې او له دولتي ځواکونو سره په نښته ښکېل شول.

په همدې حال کې، ځینې هغه مسافر چې په دغې لاره کې ګیرپاتې وو، وايي چې طالبان د کابل – غزني د لویې لارې په ځينو برخو کې پراخ حضور درلود.

د دغې لارې یو موټر چلوونکی عبدالحی وايي:«موټر یې په نښه کړل، ماینونه یې اېښي وو، پلچکونه یې ویجاړ کړي وو، پر موټرو یې ډزې کولې پر موږ یې هم ډېرې ډزې وکړې خو موږ راغلو.»

دولتي ځواکونه هڅه کوي چې د هغو مرستندویه ځواکونو لپاره لار پرانیزي چې د غزني د ځواکونو د مرستې لپاره ځي.

د پوځ سرتېری محمد صادق چې نوی د جګړې له لومړۍ کرښې راستانه شوي دي د دې لویې لارې د وضعیت په تړاو داسې وايي: «لاره مو وڅېړله؛ د هغوی اېښودل شوي ماینونه مو وچاودول او کمین مو هم ور شنډ کړ، موږ د دراني تر باراره د قطار امنیت نیولی وه او خپل شهیدان مو له هغه ځایه راوستل.»

له کابله تر غزني څه باندې یو سلو څلوېښت کیلومټره لاره ده چې د دې لویې لارې ډېرې برخې له کلونو راهیسې نا امنۍ دی او په دغو سیمو کې طالبانو حضور لري.

په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو ویاند وايي چې د غزني په جګړه کې یې پر طالبانو هوايي بریدونه کړي او د دغه ولایت د پرځېدو لپاره د دغې ډلې هڅې ناکامه شوې دي.

شریک یي کړئ