Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

طالبانو له امریکا سره د سولې مرکچي پلاوی اعلان کړ

طالبانو له امریکامتحده ایالاتو سره د سولې خبرو په موخه د تازه مرکچي پلاوي نوملړ اعلان کړ.

طالبان له امریکا سره د مرکچي پلاوي په جوړښت کې د بدلونونو خبره کوي. د دې ډلې په اعلامیه کې راغلي د طالبانو سیاسي مرستیال ملاعبدالغني برادر د طالبانو د مشر ملاهبت الله په لارښونه له امریکا سره څوارلس کسیز مرکچي پلاوی معرفي کړی دی.

د دغه پلاوي مشري شېرمحمد عباس ستانکزی پرغاړه لري. ښاغلي ستانکزي له دې مخکې هم د قطر دفتر مشري پرغاړه لرله.

د دغه پلاوي نور غړي د طالبانو د واکمنۍ پرمهال د لوګر والي مولوی ضیا الرحمان مدني، په قطر کې د طالبانو د دفتر مرستیال او د طالبانو د واکمنۍ د پوهنې وزیر مولوي عبدالسلام حنفي، د قطر د دفتر غړی او د طالبانو د واکمنۍ پرمهال د سترې محمکې رییس او په اماراتو کې سفیر شهاب الدین دلاور، د طالبانو د واکمنۍ د کرنې وزیر ملا عبداللطیف منصور، د ملا محمدعمر ورور  او د دې ډلې د مشرتابه شورا غړی ملا عبدالمنان عمري، د طالبانو د واکمنۍ پرمهال د اطلاعاتو او کلتور وزیر او د ملاهبت الله د دفتر اوسنی رییس او د دې ډلې د کلتوري کميسیون رییس مولوي امیرخان متقي، د طالبانو د واکمنۍ د پوځ لوی درستیز او د دفاع وزارت مرستیال ملا محمد فاضل مظلوم، د طالبانو د واکمنۍ پرمهال د هرات والي او د کورنیو چارو وزیر ملا خیرالله خیرخواه، د طالبانو د مشرتابه شورا غړی مولوي مطیع الحق، د طالبانو د واکمنۍ پرمهال د هېواد د شمال تنظیمیه رییس ملا نورالله نوري، په قطر کې د طالبانو د دفتر غړی او د دې ډلې یو لوړپوړی سلاکار محمدنبي عمري، د طالبانو د حکومت پرمهال د استخباراتو مرستیال ملا عبدالحق او د سراج الدین حقاني ورور او د حقاني ډلې مالي مسوول محمد انس حقاني د دې پلاوي غړي دي.

طالبانو هم د دې خپلی کړی چې له امریکې سره د دوی په پلاوي کې د جلال الدین حقاني زوی، انس حقاني چې اوس‎مهال د افغان حکومت په بند کې دی هم شامل دی.

خو هغه څه چې د مخالفتونو لامل شوي، د دغه پلاوي په جوړښت کې د انس حقاني د نوم شاملول دي، نوموړی اوس هم د ملي امنیت په بند کې دی.

د یادې دلې ویاند ویلي دي چې انس حقاني متعلم وو او داسې فعالیت یې نه درلود چې له مخې یې باید په بند کې واوسي. هغه زیاته کړې چې انس حقاني باید خوشې او د سولې په خبرو کې خپله ونډه واخلي.

 افغان حکومت وايي د انس حقاني د خوشې کېدو په تړاو کومه پرېکړه نه ده شوې او په اړه به یې د هېواد نافذه قوانینو له مخې پرېکړه وشي.

افغان حکومت ویلي:«انس حقاني په بند کې دی او د خوشې کېدو په تړاو یې کومه پرېکړه نه ده شوې. د افغانستان حکومت د قانون پر پلې کولو مکلف دی او هغه کسان چې د افغانستان خلکو پر ړاندې یې جرم ترسره کړی، د نافذه قوانینو له مخې به د هغوی په اړه پرېکړه وشي. د افغانستان خلک دې د عدالت د پلي کولو په اړه ډاډ ولري.»

له بلخوا د نه تایید شویو رپوټونو له مخې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د پاکستان په کراچۍ ښار کې له ملاعبدالغني برادر سره کتلي دي.

اخوا افغان حکومت وايي د طالبانو د استازو او د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي ترمنځ د خبرو په دې پړاو کې به له افغان حکومت سره خبرو ته د طالبانو حاضرول یو لومړیتوب وي.

له دې سره سره د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد په بروکسل کې د اروپايي ټولنې او ناټو له استازو سره په کتنه کې وايي د واشنګټن موخه په افغانستان کې سولې ته رسېدل دي نه له دې هېواده د وتلو لپاره موافقه، ښاغلی خلیلزاد زیاتوي دوی هوکړې ته رسېدلي چې د افغانانو ترمنځ د خبرو پیلېدل یو لومړیتوب دی.

شریک یي کړئ