Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

طالبانو د سره صلیب له کمېټې غوښتي څو بېرته خپل فعالیتونه پيل کړي

طالبانو نن (یکشنبې د وږي په ۲۴مه) په یوې اعلامیه کې اعلان وکړ چې دغه ډله په افغانستان کې د سره صلیب نړیوالې کمېټې ته اجازه ورکوي څو خپل فعالیتونه له سره پیل کړي.

په اعلامیه کې راغلي چې دغې ډلې «په افغانستان کې د سره صلیب نړیوالې کمېټې د فعالیتونو په کمیت او کیفیت په اړه ځينې ملاحظې لرلې چې له هغه امله د دغه بنسټ پر فعالیتونو بندیز ولګول شو.»

اعلامیه همدارنګه راغلي دي په دوحه کې د طالب چارواکو او د سره صلیب نړیوالې کمېټې د چارواکو ترمنځ له خبرو وروسته پرېکړه وشوه څو دغه کمېټه په افغانستان کې خپل فعالیتونه له سره پیل کړي.

د سره صلیب کمېټه او د روغتیا نړیوال سازمان، کابو شپږمیاشتې مخکې د طالبانو د ګواښ له امله په افغانستان کې خپل فعالیتونه ودرول.

طالبانو هغه مهال، ویلي وو، چې دغو دوه نړیوالو بنسټونو له دغې ډلې سره پر خپلو ژمنو عمل نه دی کړی او له همدې امله د هغوی تر کنټرول لاندې سیمو کې فعالیتونه ممنوع دي.  

د سره صلیب کمېټه او د روغتیا نړیوال سازمان، کابو شپږ میاشتې مخکې د طالبانو د ګواښ له امله په افغانستان کې خپل فعالیتونه ودرول.

Thumbnail

طالبانو نن (یکشنبې د وږي په ۲۴مه) په یوې اعلامیه کې اعلان وکړ چې دغه ډله په افغانستان کې د سره صلیب نړیوالې کمېټې ته اجازه ورکوي څو خپل فعالیتونه له سره پیل کړي.

په اعلامیه کې راغلي چې دغې ډلې «په افغانستان کې د سره صلیب نړیوالې کمېټې د فعالیتونو په کمیت او کیفیت په اړه ځينې ملاحظې لرلې چې له هغه امله د دغه بنسټ پر فعالیتونو بندیز ولګول شو.»

اعلامیه همدارنګه راغلي دي په دوحه کې د طالب چارواکو او د سره صلیب نړیوالې کمېټې د چارواکو ترمنځ له خبرو وروسته پرېکړه وشوه څو دغه کمېټه په افغانستان کې خپل فعالیتونه له سره پیل کړي.

د سره صلیب کمېټه او د روغتیا نړیوال سازمان، کابو شپږمیاشتې مخکې د طالبانو د ګواښ له امله په افغانستان کې خپل فعالیتونه ودرول.

طالبانو هغه مهال، ویلي وو، چې دغو دوه نړیوالو بنسټونو له دغې ډلې سره پر خپلو ژمنو عمل نه دی کړی او له همدې امله د هغوی تر کنټرول لاندې سیمو کې فعالیتونه ممنوع دي.  

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه