Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

طالبانو کلونه کلونه د ولسمشر غني د پلرني جایدادونو عُشر اخیستی

له کابل کابو دېرش کیلو مټره لیرې د لوګر ولایت محمد اغې ولسوالۍ په سُرخاب کلي کې د افغانستان د اوسني ولسمشر (محمد اشرف غني) کورنۍ په کلونو کلونو ژوند کړی دی.

د سرخاب ستر کلي په یوې برخه کې د علي شاه په نامه هم یو بل کوچنی کلی هم دی چې همدا د اشرف غني د نیکه کلی دی.

دا هماغه کور دی چې د اشرف غني د ماشومتوب او ځوانۍ شپې او ورځې تېرې کړې دي.

کابو یو کال مخکې هم، دغه سیمې د طالبانو په واک کې وې؛ خو اوس دولتي ځواکونه پر دغو برخو بشپړه واکمني لري.

موږ چې له ځينو امنیتي ځواکونو سره سرخاب کلي ته تللي وو، د علي شاه په کلي او د اشرف غني د نیکې په کور کې، له یوه داسې سړي سره مخ کېږو چې د څه باندې شلو کلونو لپاره یې، د ولسمشر د کورنۍ له جایداد څخه سرپرستي کړې ده. هغه چې غواړي خپل پېژاند پټ کړي، وايي چې په دغې مودې حتا په دغه کلي کې د طالبانو د حضور پر مهال، تل یې د اشرف غني له خپلوانو په ځانګړې توګه د هغه د تره له دوو زامنو سره په اړیکه کې و.

لکه څرنګه چې د دغه کس په وینا، کله هغه اړ و چې د ولسمشر له دغو خپلوانو سره په اړیکه کې واوسي او له هغوی وغواړي چې د ولسمشر د کورني جایداد لپاره پیسې تیارې او طالبانو ته یې د عُشر او زکات په توګه ورکړي. 

دغه کس موږ ته وویل:«عُشر یې واخیست، د ځمکې حاصلات یې واخیستل، ولسمشر هم خبر لري، ناظر یې هم خبر دی، همدا سږکال یې هم واخیست.»

د ولسمشر د نیکي د کور ډېری برخې زړې او نړېدلې دي او لاس نه خوړلي پاتې دي. د حویلې په یوې برخه کې څو زړې او پخوانۍ کوټې او په بله څنډه کې نوې کوټې لیدل کېږي چې د مېلمستون په توګه ترې کار اخیستل کېږي.

د لوګر د محمداغې ولسوالۍ شورا یو استازی احسان چې له موږ سره دغې کور ته تللی دی، له هغو ناامنیو خبرې کوي، چې په دې وروستیو کلونو کې په دغې ولسوالۍ کې وې:«اوس چې همدا مشران د لوګر په راس کې دي، نه شوم کولای چې نومونه یې واخلم، همدا اوس چې دوی شپه لري او نه ورځ. یوازې د سرخاب مسله نه چې زه او ته د ولسمشر په کور کې ناست یوو او دوی (امنیتي ځواکونه) ته ووایو. په ټول لوګر ولایت کې د دښمن خوځښت شته.»

په لوګر کې د ولسي پاڅون کوونکو قومندان شوکت هم چې له موږ سره مل و، د احسان پر دغو خبرو ور زیاتې کړې:«تېر مهال، کله چې د ملي پوځ کاروان دلته راتلل، دوه درې ټانګونه یې ضایعات لرل. پر ماین برابرېدل. دغه ځایونه چې تاسې ولیدل، په هغه لوړ د ولسمشر د نیکه قبر دی، طالبان هم هلته وو او څار یې کاوه چې څوک رانه شي.»

بزګر وايي چې د غني کورنۍ په سرخاب په پنځو کوچنیو کلیو کې په زرګونه جرېبه ځمکې لري چې ډېری یې ناکرلې پاتې دي.

۵۰ کلن حضرت خان چې کابو درې کاله کېږي د دغو ځمکو په یوې برخه کې بزګري کوي وايي چې په دغو ځمکو کې کار ورته په سرخوږي بدل شوی.

هغه زیاته کړه:«طالبانو ته مې وویل تاسې په خپله په حساب پوهېږئ راشې او محاسبه وکړئ چې له دغو وچو ځمکو، زه څه حاصل واخلم چې تاسو ته شل زره درکړم.»

ولسمشرۍ ماڼۍ غواړي چې د دغه رپوټ په اړه هېڅ غبرګون ونه لري؛ خو طالبان وايي چې هغوی تل پر سرخاب کلي تسلط درلود او د دغې سیمې له ټولو وړو کلیو د غني د کورنۍ په ګډون، کلونه کلونه عُشر او ذکات اخیستی دی.

له دې سره، لا روښانه نه ده چې د طالبانو د ادارې پر مهال د ولسمشر د نیکه د کور په شاوخوا کې څه ډول او ولې د اشرف غني د نیکه قبر ځينې برخې چې د دغې کورنۍ د کور او ځمکو پر سر موقعیت لري، دوه ځله د ماین په وسیله چاودول شوي - هغه قبر چې امنیتي ځواکونه یې اوس ساتنه کوي.

شریک یي کړئ