Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

طالبانو ۴۵ تښتول شوي موټر چلوونکي ازاد کړل

د سمنګانو پولیس د دوشنبې په ورځ (د لیندۍ په ۱۲ مه) وايي چې طالبانو هغه ۴۵ تښتول شوي موټر چلوونکي ازاد کړي چې تېره ورځ یې د دغه ولایت په دره صوف پایان ولسوالۍ کې تښتولي وو.

د سمنګانو د امنیه قومندانۍ ویاند محمد منیر رحیمي وايي چې دغه چلوونکي تېره شپه د طالبانو له خوا ازاد کړل شوي دي.

هغه زیاتوي چې د موټرو د تګ راتګ لپاره لاره پرانیستې ده او ټاکل شوې چې ډېر ژر په دغې سیمه کې یوه امنیتي پوسته زیاته کړل شي.

په ورته وخت کې د سمنګانو د ولایتي شورا رییس رازمحمد وايي چې دغه چلوونکي د پیسو په بدل کې ازاد کړل شوي دي.

هغه همدارنګه وايي طالبانو له چلوونکو غوښتي چې له دې وروسته باید هغوی ته د هر موټر پیسې ورکړل شي.

خو د سمنګانو د امنیه قومندانۍ ویاند ویلي  چې طالبانو د دې لپاره دا کار کړی ترڅو چلوونکي د مالیې ورکړې ته اړ کړي.

په دغې لاره تر ډېره باروړونکي موټر تګ را تګ کوي چې د دره صوف د ډبرو سکرو له کانونو سکاره د هېواد بازارونو ته لېږدوي او ویل کېږي چې نیول شوي کسان د مزارشریف په لور روان وو.

خو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

تېره اوونۍ هم طالبانو ۲۵ کسان چې د سرپل ولایت له بلخاب ولسوالۍ څخه د مزارشریف په لورې روان وو د دغه ولایت له کشندې ولسوالۍ کې تښتولي او تراوسه یې برخلیک مالوم نه دی. 

له دې وړاندې د سمنګانو امنیتي چارواکو ویلي وو چې طالبانو د دې لپاره دا کار کړی ترڅو چلوونکي د مالیې ورکړې ته اړ کړي.

شریک یي کړئ