د عامې روغتیا وزارت د نشهيي توکو د تقاضا کموالي لپاره کلني پروګرام په لړ کې په نشهیي توکو د هېوادوالو روږدي کېدل ورځ تر بلې د زیاتېدو په حال کې وبلل.
د دغه وزارت چارواکي وايي چې کال کې په نشهيي توکو د روږدو څه باندې ۴۰ زره کسانو درملنه کوي او هېڅ کله د دغه وزارت روغتیايي مرکزونه په ځانګړې توګه پلازمېنه کې تش نه دي.
اخوا د حکومتي او نړیوالو بنسټونو مسوولان راغونډ او د نشهيي توکو د تقاضا کموالي لپاره کلنی پروګرام جوړ کړی.
کهڅه هم له نشهيي توکو سره د دغو بنستونو له مبارزې یوه لسیزه تېرېږي، خو تراوسه هم دغه بنسټونه پر نشهيي توکو د روږدو کسانو له زیاتوالي اندېښمن دي.
د عامې روغتیا وزارت د نشهيي توکو د تقاضا د کموالي پروګرامونو رییس شاه پور یوسف وویل:«هغه بسترونه چې موږ یې په کابل کې لرو، تل ډک وي په دې مانا کابل کې (بنوکوپنسي) سل په سلو کې رسېږي او هماغه دوه زره بسترونه چې لرو د کال په پای کې ډېر کم روږدي مراجعه کوونکي لرو.»
د مخدره توکو پر ضد د مبارزې ملاتړي بنسټونه وايي، اوس له پوډرو، اپین، چرس او شرابو وروسته د ټابلیټ«که» کارونې یوه بله اندېښنه رامنځته کړې ده.
له نشهيي توکو سره د مبارزې د نشهيي توکو د تقاضا د کموالي پروګرامونو رییس ناصرشریفي هم څرګنده کړه:«حتا د ښوونځيو زده کوونکو د ټابلېټ که کارول پیل کړي چې دا د افغانانو او هېواد لپاره یوه جدي ستونزه ده.»
بلخوا د کورنیو چارو وزارت که څه هم د مخدره توکو د لوی شمېر قاچاقبرو او پلورونکو د نیونې خبر ورکوي خو وايي، په هېواد دننه او بهر مافیايي ډلې افغانستان کې د نشهيي توکو د پلور او قاچاق تر شا لاسونه لري.
د کورنیو چارو وزارت له نشهيي توکو سره د مبارزې ولایتي مسوول محمد کبیر ابراهیم خېل وايي:«له شک پرته ځينې کسان شته چې ملاتړ یې کوي او د نشهيي توکو په وېش کط فعاله ونډه لري.»
له نشهيي توکو سره د مبارزې په برخه کې د ملګرو ملتونو سازمان همغږۍ کوونکی محمد رضا ستانکزی هم زیاتوي:«undc غواړي په نږدې راتلونکي کې په منظمه توګه کار وکړي او هغه ستونزې چې په افغانستان کې دي هغه ځواب کړي.»
د دې ټولو سربېره د عامې روغتیا وزارت وايي، چې له نورستان او ارزګان پرته یې په ۳۲ نورو ولایتونو کې د روږدو کسانو د درملنې ۱۰۷ مرکزونه جوړ کړي دي چې د کال په حساب له ۴۰ زرو زیات معتادان تداوي کوي.
خو ځینې روږدي کسان چې پنځه پنځه ځله هم دغو مرکزونو کې بستر شوي بېرته نشهيي توکو ته مخه کوي.