عبدالجبار قهرمان په ۱۳۳۷ لمریز کال د کندهار په سپین بولدک کې د محمد حسن په کور کې وزېږېد.
هغه د ډاکټر نجیب االله د واکمنۍ پر مهال د کندهار په میوند کې د پوځ قومندان پاتې شوی او تورن جنرال رتبه يې تر لاسه کړې ده.
عبدالجبار قهرمان حربي ښوونځي په کابل کې ولوست او د کابل له حربي پوهنتونه يې د لیسانس درجه تر لاسه کړې وه.
قهرمان دوه کاله وړاندې (۲۰۱۶ز) په هلمند کې د شدیدې جګړې د مدیریت لپاره د ولسمشر ځانګړی استازی وټاکل شو.
پخوانی پوځي چارواکی جنرال عتیق الله امرخېل وايي: «هغه ډېر وطندوست کس و، خلک پرې ګران و، د فقیر، بېچاره، کارګر او کمزورو خلکو پلوی و.»
هغه که څه هم په کندهار کې زېږېدلی و، خو د ولسي جرګې په ۱۶مه دوره کې د هلمند د خلکو استازی و، چې د دې جرګې د شکایتونو کمیسیون غړیتوب يې هم درلود.
د ولسي جرګې غړی عبدالستار درزابي يې په اړه وايي: «تل به يې خلک یووالي، یو نظر، همدلي او یو اړختوب ته رابلل، د واحد، خپلواک او مستقل افغانستان د جوړېدو په خاطر يې دعوت کاوه.»
عبدالجبار قهرمان په رسنیو کې د پوځي چارو د کارپوه په توګه هم راڅرګندېده په تېره بیا طلوع نیوز کې يې د هېواد پر اوسني وضعیت نظرونه څرګندول.
د هغه په اړه د کورنیو چارو وزیر ویس احمد برمک وايي، چې هغه رښتیا هم قهرمان و، برمک وویل: «وکیل صاحب جبار قهرمان چې رښتیا هم قهرمان و، له بده مرغه په دې پېښه کې د ده په ګډون درې تنه شهیدان شوي دي.»
عبدالجبار قهرمان نن (چهارشنبه، د تلې ۲۵مه) په هلمند کې پخپل ټاکنیز دفتر کې د ځای پر ځای شویو چاودېدونکو توکو په چاودنه کې ووژل شو.