Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

عبدالله:د کندهار پېښه، غوڅ ملاتړ ماموریت پورې تړاو نه‎لري

په کندهار کې له وسله‎وال برید او د جنرال عبدالرازق له وژل کېدو څلور ورځې وروسته، د ملي یووالي حکومت اجراییه رییس عبدالله عبدالله وايي هغه ګنګوسې چې ګواکې پرېکنده ملاتړ ماموریت په دغې پېښه کې ښکېلوي، حقیقت نه‎لري.

ښاغلی عبدالله وايي چې په دې اړه شایعات«د افغانستان د خلکو د دښمنانو او د هغوی د سیمه‎ييزو ملاتړو» له خوا خپاره شوي دي.

اجراییه مشر چې نن (دوشنبې، د تلې ۳۰ مه) له غرمې وروسته د وزیرانو شورا کې وینا کوله وویل:«داسې ګنګوسې شته چې ګواکې د کندهار پېښه پر غوڅ ملاتړ ماموریت پورې تړاو لري. دا شایعات د افغانستان د دښمنانو او د هغوی د سیمه‎ییزو ملاتړو له خوا خپاره شوي دي.»

ښاغلي عبدالله زیاته کړه:«هغه کسان چې دغو ګنګوسو ته لمن وهي، د خلکو دښمنانو جنایتونو ته توجیه ورکوي. د طالبانو جنایتونو ته توجیه ورکول په خپله له خلکو سره دښمني ده.»

د کندهار ولایت پخوانی امنیه قومندان جنرال عبدالرازق او د دغه ولایت د امنیت رییس، د پنجشنبې په ورځ هغه مهال کله چې په افغانستان کې د امریکايي او ناټو ځواکونو له عمومي قومندان جنرال سکاټ مېلر سره له یوې امنیتي ناستې بهر کېده، د کندهار ولایت په انګړ کې پرې ډزې وشوې او ووژل شول.

په ورته وخت کې د ملي امنیت عمومي رییس معصوم ستانکزی چې د دغې پېښې د څرنګوالي څېړلو لپاره کندهار ته تللی وايي هغه بریدګر چې جنرال عبدالرازق یې ووشت، له جعلي پېژندپاڼې، جعلي نوم او له سخصي تضمین سره یوه نیمه میاشت مخکې د کندهار د والي د ساتونکي په توګه په دنده ګمارل شوی وه.

د معصوم ستانکزي په وینا، دغه کس، (بریدګر) له برید پنځه دقیقې مخکې، د پولې هغې غاړې ته له ځينو کسانو سره ټلېفوني اړیکه نیولې وه.

بل پلو د جنرال عبدالرازق ورور تادین خان نن د کندهار د امنیه قومندانۍ د سرپرست په توګه وګمارل شو.

شریک یي کړئ