Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

عبدالله: پرېکړو کې دې د سیمه‎يیزو چارواکو ونډه زیاته شي

اجراییه رییس عبدالله عبدالله د سیمه‎ييزې حکومتولۍ په اړه غوڼده کې د حکومت په پرېکړو کې د سیمه‎يیزو ادارو د مسوولینو پر لازیاتې ونډې ټینګار وکړ.

د هېواد د ناامنو او نیمه ناامنو ولایتونو د ۲۵۰ ولسوالانو په ګډون د ستونزو د هواري او حکومتولۍ د ښه‎والي په اړه د حل لارو د موندلو لپاره یاده غونډه جوړه شوې وه.

عبدالله عبدالله وویل: «د افغانستان د بودجې وړاندوینه دې له ولسوالیو ولایت ته وشي وروسته بیا مرکز کې همغږي وشي او هغه بودجه دې د محل په واک کې ورکړل شي.»

د سیمه‎ییزو ارګانونو رییس عبدالمتین بیګ هم څرګنده کړه، چې هڅه کوي یوه کړنلار رامنځته کړي: «له دې کنفرانس سره زموږ هڅه دا ده، چې د ولسوالیو د پياوړتیا په ځانګړې توګه پر درېیم واحد د ولسوالیو د اغېزمنتیا او د ولسوال د ونډې د تعریف لپاره یوه کړنلاره رامنځته کړو.»

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون رییس د سیمه‎يیزو ادارو د کارکونکو شمېر د ولایتونو د وګړو د شمېر په پرتله کم بولي.\

 د نوموړي په باور له دې وروسته به ولسوالان د دوی د مشرۍ وړتیاوو ته په پام سره وګمارل شي.

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون رییس نادر نادري وویل: «هغه انساني او بشري تناسب چې د ولسوالیو او ولایتونو په کچه شته د دستګاوو له تشکیلاتو سره برابر نه دی باید برابر یې کړو.»

خو په دې اړه ځينې ولسوالان بدل نظر او خپل وړاندیزونه لري. 

د بدخشان د راغستان ولسوال غلام الله سعید وویل: «زموږ سپارښتنه دا ده، چې د اعلان وړ دویم بستونه چې د دویم ریاست او ولسوالانو لپاره دي تر منځ تفکیک او توپير وشي.»

 د کندهار د معروف ولسوال عبدالغني مسلمیار بیا د نا امنۍ اندېښنه څرګندوي: «معروف ولسوالۍ یا ارغستان ولسوالۍ سرحدي او غرنۍ ولسوالۍ دي امنیت يې ورځ تر بلې خرابېږي.»

ټاکل شوې د سیمه‎يیزې حکومتولۍ په اړه دا بحث به سبا ورځ هم دوام ولري. 

د سیمه ییزې حکومتولۍ غونډه د هېواد د ناامنو او نیمه ناامنو ولایتونو د ۲۵۰ ولسوالانو په ګډون د ستونزو د هواري او حکومتولۍ د ښه‎والي په اړه جوړه شوې وه.

شریک یي کړئ