Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

عبدالله: خلک نه غواړي چې "تېرو تورو" ورځو ته ستانه شي

د ملي یووالي حکومت اجراییه رییس، عبدالله عبدالله وايي خلک نه غواړي چې "تېرو تیارو" ته ستانه شي.

عبدالله نن (یک‎شنبې د وري په ۱۱مه نېټه) د نري رنځ نړوالې ورځې په مناسبت ناسته کې ټینګار وکړ چې د سولې خبرو په بهیر کې باید د تېرو کلونو پر لاسته راوړنو او بشري حقونو سترګې پتې نه شي.

ده وړاندې وویل:«د افغانستان د خلکو راتلوونکی په دوی پورې تړلی دی او ډېر خلک سوله غواړي. دوی نه غواړي چې تېرو تورو ورځو ته ستانه شي ـ هغه تېر وخت چې په کې بشري حقونه، د ماشومانو او ښځو حقونه تر پښو لاندې کېدل.»

اجراییه رییس که څه له طالبانو سره د سولې د خبرو له بهیره هرکلی وکړ، خو زیاته یې کړه چې د سولې هڅې او خبرې باید د افغانانو په مشرۍ وي.

اجراییه رییس وویل:«هڅې روانې دي څو د سولې خبرې منسجمې شي او تر واحدې مشرۍ لاندې سوله رامنځته شي. د سولې لپاره هره هڅه ښه ده، خو دا هڅې باید د افغانستان د خلکو استازیتوب وکړي.»

ښاغلي عبدالله  خپلو خبرو په بله برخه کې په هېواد کې د توبرکلوز یا نري رنځ د ناروغۍ پر مبارزې ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې حکومت ژمن دی څو په دې برخه کې اساسي ګامونه پورته کړي.

اجراییه رییس که څه هم له طالبانو سره د سولې د خبرو له روان بهیره هرکلی کوي، خو وايي د سولې بهیر باید د افغانانو په مشرۍ وي

شریک یي کړئ