Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

عبدالله: د بندیانو له ازادېدو دې کمپایني ګټه وانه خیستل شي

د هېواد اجراییه مشر عبدالله عبدلله نن دوشنبې (د غبرګولي په ۲۷ مه) د وزیران شورا په غونډه کې ګواښ وکړ چې د هېواد له بندخونو د طالب بندیانو له ازادېدو څخه دې کمپایني ګټه وانه‎خیستل شي.

ښاغلي عبدالله په دې اړه وویل:«د طالب بندیانو ازادول د ښه نیت له امله دي. البته که‎چېرې دا ډول اقدامات کمپایني بڼه غوره کړي او ټاکنیزو سیالیو پورې وتړل شي، بیا هغه خپله اصلي اغېزه له لاسه ورکوي.»

ولسمشر غني کابو درې اوونۍ مخکې د کوچني اختر په لومړۍ ورځ د ۹۰۰ طالب بندیانو د ازادېدو حکم صادر کړ. تراوسه څه باندې ۵۰۰ طالب بندیان د هېواد له بندخونو ازاد کړل شوي دي.

خو عبدالله عبدالله ټینګار کوي چې د سولې بهیر د چا شخصي بحث نه دی بلکې د افغانستان د خلکو غوښتنه ده.

هغه څرګنده کړه:«سوله په یوه کس پورې تړاو نه‎لري او یو کس نه شي کولای د سولې اتل شي، د افغانستان خلک د سولې ټینګښت غوښتونکي دي او د افغانستان د خلکو له غوښتنو باید سالمه نماینده‎ګي وشي.»

بلخوا ښاغلي عبدالله تېره اوونۍ په تاجکستان کې د (سيکا) غونډه کې خپل ګډون ته په اشارې سره وویل چې د سولې او اوسنیو ګواښونو په اړه د هېوادونو ترمنځ یوه اجماع رامنځته شوې او دا یو شه فرصت دی څو له طالبانو سره د خبرو اترو زمینه برابره شي.

له دې ټولو سره ښاغلي عبدالله د خواشینۍ له څرګندونو سره څرګنده کړه چې سولې ته د رسېدو لپاره د افغانانو هیلې پوره شوې نه دي. 

شریک یي کړئ