Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

عبدالله: د قطر غونډه د ناسم مدیریت له امله لغوه شوه

د حکومت اجراییه رییس عبدالله عبدالله د دوشنبې په ورځ (د غوايي په ۲مه) وايي چې د قطر غونډه د ناسم مدیریت له امله لغوه شوه.

ښاغلي عبدالله په دې اړه وویل:«له بده مرغه د ناسم مدیریت له امله د خبرو او بحث لپاره یوه زمینه چې په قطر کې رامنځته شوې وه، له منځه ولاړه.»

هغه زیاته کړه چې افغانستان د دې چمتووالی لري تر هغې چې د داراز بحث لپاره زمینه برابره شي، له هغه استفاده وکړي.

هغه تراوسه هم باور لري چې د پخلاینې مشرتابه شورا شتون به د دې مرسته وکړي څو د سولې لپاره هڅې همغږې شي او ثابته به شي چې کوم لوری سوله غواړي او کوم لوری جګړه.

ښاغلي عبدالله څرګنده کړه:«د هېواد له مشرانو او سیاستوالو سره مو چې مشوره لرله، لاهم زه باور لرم چې د پخلاینې مشرتابه شورا شتون کولای شي له موږ سره مرسته وکړي چې له دې لارې هڅې همغږې شي او ثابته شي چې کوم لوری د سولې او کوم لوری د جګړې غوښتونکی دی، په دې لړ کې به خپلو هڅو ته دوام ورکړو.»

اجراییه رییس په میدان وردګو ولایت کې مُلکیانو ته د مرګ ژوبلې رسېدو ته په اشارې سره وايي چې د بهرنیو ځواکونو عمومي قومندان جنرال سکاټ مېلر د دغې پېښې له امله بښنه غوښتې او خپله تېروتنه یې منلې ده او د داشان پېښو د مخنیوي لپاره یې ژمنه کړې ده. 

هغه هم د شنبې په ورځ د مخابراتو او مالوماتي ټکنالوژۍ وزارت پر ودانۍ برید یو ترهګریز برید وباله.

عبدالله عبدالله په دې اړه څرګنده کړه:«د تېرې ورځې له امله د افغانستان خلکو ته تسلیت وایم او هغه مرګ ژوبله مو چې لرله خپله خواشیني څرګندوم. یوه ترهګریزه پېښه وه چې د افغانستان ټولو خلکو هغه وغندله او زموږ بې ګناه هېوادوالو خپل ژوند له لاسه ورکړ.»

د شنبې په ورځ څلورو بریدګرو کابل ښار کې د مخابراتو او مالوماتي ټکنالوژۍ پر وزارت برید وکړ، کله چې درې بریدګر ووژل شول، یو له دغو بریدګرو ځان د افغان پست ریاست ته ورساوه او دغه ریاست ته ننوت.

بریدګر ونه توانېد چې د مرمۍ ضد دروازې پرانیزي او د مخابراتو وزارت ته یې هڅې بې پایلې پاتې شوې او بریدګر د افغان پُست ریاست دفترونو کې ګیر پاتې شو.

دغه برید چې کابو پنځو ساعتونو ته وغځېد، په دغه برید کې لس تنه چې درې تنه یې دولتي ځواکونه او اوه تنه یې ملکیان وو،چې په ملکیانو کې بیا درې تنه مېرمنې وې، وژل شوي او پنځه تنه نور مُلکیان وژل شوي دي. 

هغه تراوسه هم باور لري چې د پخلاینې یو مشرتابه شورا شتون به د دې مرسته وکړي څو د سولې لپاره هڅې همغږې شي او ثابته شي چې کوم لوری سوله غواړي او کوم لوری جګړه.

شریک یي کړئ