د ملي یووالي حکومت اجراییه رییس عبدالله عبدالله، چې نن شنبې د تاجکستان په دوشنبې ښار کې د اسیا یا سیکا د تعامل او اعتماد جوړونې په غونډه کې وینا کوله، له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د سیمهييزو او نړیوالو هېوادونو پر همکارۍ ټينګار وکړ او وې ویل چې ترهګر باید له امنو پټنځایونو او د ترهګریزو فعالیتونو له وسایلو بې برخې شي.
ښاغلي عبدالله عبدالله وویل:«د دغې موخې د حقیقت موندنې لپاره باید سیمهييزې او نړیوالې همکارۍ زیاتې کړو ځکه چې هېڅ هېواد په یوازیتوب نه شي کولای د ترهګرۍ ستونزه حل کړي.»
د هېواد اجراییه رییس وویل چې په سیمه کې امینت او سوکالۍ ته رسېدل، یوازې د نږدې سیمهييزو همکاریو له لارې شونې ده.
هغه زیاته کړه:«موږ باید د بېوزلۍ ننګونې، د وګړو د شمېر زیاتوالی، د اقلیم بدلون، فساد او وسلهوالې نښتې، افراط پالنه، د نشهيي توکو قاچاق، د وسلې قاچاق او د ترهګرۍ ګواښ په بنسټیزه او جدي توګه رسېدنه وکړو.»
ښاغلي عبدالله همدارنګه وویل چې د ترهګرۍ له امله ګواښونه لاهم د افغانستان او سیمې په وړاندې جدي ننګونه ده.
عبدالله څرګنده کړه:«ګواښونو او ګډو ننګونو ته رسېدنه ګډو هڅو، جدي او صادقانه همکارۍ ته اړتیا لريږ موږ باید د سولې او ټيکاو په تامین کې د خپلو خلکو د سولې او سوکالۍ لپاره له سیمهييز پالنې روحیې سره له یو بل سره ګډ ګام پورته کړو.»
د ښاغلي عبدالله په وینا، ټول هېوادونه باید په بېلابېلو برخو په ځانګړې تګه د امنیت په برخه کې له یو بل سره په فعاله توګه همکاري وکړي څو د ترهګرۍ له امله د زیانونو مخه ونیول شي.
د هېواد اجراییه مشر ویلي چې افغانستان د سولې تږی دی او سولې ته د رسېدو لپاره هڅه کوي.
هغه په ډاګه کړه:«موږ سوله غواړو او د سولې اهمیت نه یوازې د خپل هېواد لپاره بلکې د سیمې او نړۍ لپاره درک کوو.»