Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

عبدالله عبدالله د حکومت لخوا وروستۍ ګمارنې سیاسي بولي

د ملي یووالي حکومت اجراییه رییس، عبدالله عبدالله د حکومت په کچه وروستیو ګمارنو سره خپل مخالفت څرګند کړ.

ښاغلي عبدالله چې نن(دوشنبې د غبرګولي په ۹مه نېټه) د وزیرانو شورا په ناسته کې خبرې کولې وویل د هېواد اجراییه رییس په توګه شرمېدلی چې د یو شمېر وزیرانو د کار دپایته رسېدو د نېټې په تړاو خبر کړی شوی نه دی.

نوموړي په دې اړه وویل:«ما د هېواد د اجراییه رییس په توګه خجالت ویست چې یوه وزیر چې دنده یې پایته رسېدلې وه له ما پوښتنه وکړه چې تاسې په جریان کې یاست؟ ما ورته وویل نه زه هېڅ خبر نه وم.»

د اجراییه رییس په وینا تر راتلونکو څلورو میاشتو یعنې د ولسمشرۍ ټاکنو تر ترسره کېدو پورې ستونزمن بولي.

هغه وړاندې وویل:«د تازه ګمارنو سره باید خدمتونو مخطل نشي او د خلکو په ذهن کې پوښتنې پیدا نشي. نو هره پرېکړه چې د وزیرانو په کچه په دې شپه او ورځ کې کېږي، تاسې یې په خبرونو کې اورئ، دا چې یوه سیاسي پرېکړه وبلل شي، بل څه نه بلل کېږي.»

ښاغلی عبدالله همداراز وايي د وزیرانو  په کچه کوم بدلون چې راځي دوی د ټولنیزو رسنیو له لارې خبرېږي.

نوموړی وړاندې وايي:«د خواشنی ځای همدا دی، کله چې په کابینه کې بدلون راځي خلک او اړوند وزیران د ټولنیزو رسنیو له لارې مالومات ترلاسه کوي.»

اجراییه رییس همداراز د ولسمشرۍ ماڼۍ د یو شمېر نوماندانو د اندېښنو په اړه وايي چې په ټاکنیزو ناندرو کې باید دولتي امکانات ونه کارول شي.

هغه وړاندې وايي:«د ولسمشرۍ ماڼۍ د یو شمېر نوماندانو اندېښنې جدي دي چې باید ورته پام وشي.»

اجراییه رییس د سولې په اړه وايي چې دې ښکارندې ته د رسېدو لپاره باید له شته فرصتونو استفاده وشي.

بلخوا اجراییه رییس د ملي یووالي حکومت د کار دوام په اړه بیا وايي،  خلکو ته د خدمتونو د دوام په موخه باید د حکومت کار دوام ولري.

دی په دې اړه وړاندې وايي:«د حکومت کار او حکومتولي پرته له دې چې کومه ستونزه رامنځته شي، باید خلکو ته د خدمتونو د وړندې کولو په موخه دوام وکړي.»

اجراییه رییس، عبدالله عبدالله پارلماني کې د اداري پلاوي د ګمارنې په اړه وايي چې د قانون ځای باید زورواکي ونه نیسي.

هغه په دې اړه څرګنده کړه:«نن هم د اداري پلاوي ګمارنه له ستونزو سره مخامخ وه، نه غواړم په اړه یې تبصره ولرم، خو که د قانون او د خلکو د حق ځای زورواکي ونیسي، نو د خلکو او هېواد لپاره به ګټه ونه لري. »

عبدالله همداراز د وزیرانو شورا په ناسته کې د پارلماني ټاکنو په تړاو د پورې شویو تورنو په تړاو وویل چې پورې شوي تورونه باید په خپلواکه توګه وڅېړل شي.

شریک یي کړئ