د برېښنا او اوبو وزیر علي احمد عثماني وايي چې د تدارکات قوانین د سترو برېښنايي پروژو د اړتیاو ځواب ویونکي نه دي او دغه کار د پانګونې په وړاندې سترې ننګونې رامنځته کړي دي.
هغه زیاتوي چې د کمال خان بند پروژې کار ځنډ له امله افغانستان د میاشتې ۱۷۵ مېلیونه مټره مکعب اوبه له لاسه ورکوي.
له بلخوا د برېښنا او اوبو وزارت د قرغې بند د لومړنۍ برخې د بیارغونې تړون له یوه خصوصي شرکت سره لاسلیک کړ.
د اوبو او برېښنا وزارت د سه شنبې پر ورځ په کابل کې د پانګونو پر وړاندې د شته ننګونو د پېژندلو په موخه د خصوصي برخې د پانګونو د جذبولو لپاره د آسانتیاوو د برابرولو تر نامه لاندې کلنې غونډه جوړه کړه.
د اوبو او برېښنا وزارت وایي چې د هېواد د تدارکاتو قوانین د لویو پروژو د اړتیاوو ځواب ویونکي نه دی او اوس مهال ډېر فساد په تداکاتو کې کېږي او باید د تدارکاتو برخې ته جدي پاملرنه وشي.
د برېښنا او اوبو وزیر علي احمد عثماني وویل:«زموږ قوانین،پالیسۍ او تدارکاتي سیاستونه او د تدارکاتو کړنلارې د دې سره بېره چې په کې اصلاحات راغلي تراوسه هم نه شي کولای د سترو پروژو ځواب ویونکي وي په ځانګړې توګه د اوبو پروژو او برېښنا اواوبو وزارت وي.»
ښاغلي عثماني زیاته کړه:«په کمال خان کې موږ د میاشتې په منځنۍ کچه ۱۷۵ مېلیونه مټره مکعبه اوبه هره میاشت چې ځنډ وکړو له لاسه ورکو درې میاشتې تاسې حساب کړئ چې څومره وخت نیسي.»
اخوا د صنایعو او کانونو خونه وايي چې دوی چمتو دي چې د صنعتي پارکونو د برېښنا د پوره کولو لپاره په دې برخه کې د اوبو او برېښنا له وزارت سره ګډې پانګونې وکړي.
د صنایعو او کانونو خونې عامل پلاوي رییس رحیم الله سمندار په دې اړه وویل:«موږ کولای شو چې د هېواد په درې ولایتونو کې چې درې ستر صنعتي پارکونه دي موږ له دولت، د برېښنا او اوبو له وزارت سره ګډه پانګونه وکړو.»
اخوا د اوبو او برېښنا وزارت له یوه خصوصي شرکت سره د ۹۶ مېلیون افغانیو په لګښت سره د قرغې بند د لومړۍ برخې د بیارغونې تړون چې د کانالونو کېندل په کې شامل دي لاسلیک کړ .