Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

عطا له حکومت سره د ډېرو ستونزو له هواري خبر ورکړ

د بلخ ګوښه شوي والي نن(چهارشنبې د ۱۳۹۷ کال د وري پر لومړۍ) د نوي کال رارسيدو په ویاړ خپله وینا کې خبر ورکړ چې له حکومت سره یې ډېرې ستونزې هوارې شوې دي.

نوموړي په بلخ کې اعلان وکړ چې وروسته له څو دور خبرو اترو وروسته پر یو شمېر مواردو هوکړې ته رسېدلې دي او د هېواد لوبو ملي ګټو ته په کتو به د حکومت او جمعیت ترمنځ نوې هوکړه لاسلیک شي.

نوموړي د خبرو اترو په برخه کې د ولسمشرۍ ماڼۍ او مرکچي پلاوي له حوصلې درناوی وکړ.

خو نوموړي د بلخ ولایت څخه د لیري کېدو په اړه څه ونه ویل، ده څرګنده کړه چې د حکومت او جمعیت ترمنځ به هوکړه د یوه مهال ویش له مخې پلې شي.

نور په خپلو خبرو کې د کندهار امنیه قومندان، جنرال رازق ستاینه وکړه او له ترهګرۍ سره په مبارزه کې یې ونډه مهمه بولي او وايي چې خلکو په ګټه یې کارونه کړي باید په خپله څوکۍ کې پاتې شي.

ده همداراز زیاته کړه چې خلک به یوازې پرېنږدو او د ائتلافونو ترڅنګ به وو.

عطا د حکومت څوکۍ مؤقتي بولي او زیاتوي چې درې کسان مو د نوي والي په توګه وړاندیز کړي دي چې هر یو یې چې ومنل شو، خلکو ته به خدمت وکړي.

کابو درې میاشتې مخکې ولسمشر د عطامحمدنور استعفا منظور او پر ځای یې انجینرمحمدداوود د بلخ د والي په توګه معرفي کړ خو ښاغلي نور خپله استعفا نه ده منلې او د بلخ د والي په توګه دندې ته دوام ورکوي.

د بلخ گوښه شوی والي، عطا محمد نور وايي چې د حکومت او جمعیت ترمنځ هوکړه به د یوه مهال ویش له مخې پلي شي

شریک یي کړئ