Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

عمران خان د افغانستان په اړه خپلې جنجالي څرګندونې بیا تکرار کړې

د پاکستان لومړي وزیر عمران خان یو ځل بیا په افغانستان کې د لنډمهاله حکومت د رامنځته کېدو څرګندونې تکرارې کړې.

عمران خان چې نن (جمعه د وري په ۱۶ مه) د پاکستان په جمرود ښار کې یوې غونډې ته وینا کوله وویل چې هغه افغان حکومت ته «د ورورولۍ یو وړاندیز» کړی و چې له توندو غبرګونونو سره مخ شو.

د پاکستان لومړي وزیر تېره زیږدیزه میاشت کې، ویلي و چې په افغانستان کې د جګړې د بندونو ماتېدو او د سولې ټینګښت لپاره، په دغه هېواد کې لنډمهاله اداره رامنځته شي.

د عمران خان دا څرګندونې د افغان حکومت له توندو غبرګونونو سره مخ شو او د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د پاکستان د سفیر مرستیال احضار کړ او همدارنګه پاکستان کې د کابل سفیر کابل ته راوبلل شو.

خو عمران خان وايي چې هیله لري په افغانستان کې سوله ټینګه شي څو د دغه هېواد خلک وکړای شي په امنیه فضا کې ژوند وکړي:«موږ باید په افغانستان کې د سولې لپاره دعا وکړو څو د دغه هېواد خلک وکړای شي بیا په سوله کې ژوند وکړي. ما افغان حکومت ته د ورورولۍ یو وړاندیز وکړ چې هغوی په غوسه شول؛ ما زده کړي چې بې پرې والی د ټولو په ګټه دی.»

له دې ټولو سره، هغه زیاته کړه چې په افغانستان کې سوله به له سرحد اخوا اوسېدونکي به هم ګټه پورته کړي. 

شریک یي کړئ